Asset 1SWN

د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده

G0NfAl_bUAMg-ys

د هېواد په ختیځ کې زلزله‌ ځپلو سره د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه نن سهار کابل ته ورسېده.

د چین د نړیوالې همکارۍ ادارې ویلي، په دغو مرستو کې ۳ زره کمپلې او ۳۵۰ خیمې شاملیږي چې ارزښت یې ۷۰۰ زره ډالرو ته رسیږي.

دغه مرستې د چین د هېواد ځواک الوتکې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اخوا کونړ کې یوشمېر زلزله ځپلې کورنۍ وايي، هرڅه یې له لاسه ورکړي او د بېړنو مرستو ترڅنګ، د سرپناه جوړولو په برخه کې د بنسټیزو مرستو غوښتنه کوي.

د هېواد په ختیځ کې په ځانګړې توګه کونړ کې د تېرې اوونۍ د یکشنبې شپې په مرګونې زلزله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲۰۵ کسان مړه او ۳۶۴۰ نور ټپیان شوي.

د اسلامي امارت چارواکو په وینا، دغې زلزلې شاوخوا ۷۰۰۰ استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام