د شمالي مقدونیې په یوه نایټکلب کې د اورلګېدنې له امله ۵۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي چې پېښه د یاد هېواد ختیځ کوچاني ښار په «نایټکلب» کې د یوه کنسرټ پرمهال رامنځته شوې ده.
د شمالي مقدونیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې تر دې مهاله په پېښه کې د وژل شویو ۳۹ کسانو جسدونه پېژندل شوي او د ۱۸ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
لومړنۍ موندنې ښيي چې پېښه د اورلوبې له امله شوې ده. د چارواکو په وینا، د اورلوبې پرمهال د یاد نایټکلب چت څخه اور لاندې سالون ته لوېدلی او د اورلګېدنې ترڅنګ پراخ لوګی هم رامنځته شوی دی.
د اورلګېدنې پرمهال نایټکلب کې د وتلو دروازې کې ګڼهګوڼه شوې او ډېری کسان د اور او لوګي له امله مړه شوي دي.
د شمالي مقدونیې چارواکي وايي چې د یادې پېښې په اړه یې، خپلې پلټنې پیل کړي دي. دغه نایټکلب په یوې زړه ودانۍ کې جوړ شوی و.