په هند کې د ګرځندوی مشهور ایالت «ګوا» په یوه شپني کلب کې د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۲۵ کسان مړه شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په مړو شویو کې څلور بهرني ګرځندویان هم شامل دي.
د «ټایمزافاندیا» ورځپاڼې نن یکشنبه، د لیندۍ۱۶مه/ دسمبر ۷مه، راپور ورکړی چې د پېښې د ۱۴ قربانیانو هویت د کلب له کارکوونکو سره تړاو لري او د ګرځندویانو تابعیت لا تراوسه په رسمي توګه نهدی تایید شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ګوا د روغتیا وزیر، ویشو اجیت رانا، ویلي چې ټپیان تر «اعظمي ممکنه پاملرنې» لاندې دي او درملنه یې دوام لري.
د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي، د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او دغه اورلګېدنه یې «د خواشینۍ وړ بللې» ده.
د سیمه کې د اور وژنې او بیړنیو چارو ادارې مشر، نیتین رائیکر، څرګنده کړې چې یاد کلب له لازم جواز پرته فعالیت کاوه او د اور د خوندیتوب مقررات پهکې نهوو مراعت شوي. د پېښې د اصلي لامل د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.