د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل، پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست منسوبینو نن سهار د کابل منډوي د بوټونو په یوه مارکېټ کې د یوې لویې اور لګېدنې مخنیوی کړی.
ښاغلي قانع نن (یکشنبه، قوس ۳۰) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د لومړنیو مالوماتو له مخې د دغې اورلګېدنې زیان نږدې ۷ سوه زره ډالرو ته رسېږي.
هغه وايي، د اور وژنې پولیسو بیا د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو د توکو سوځېدو مخنیوی کړی.
د یادونې ده چې اور لګېدنه د برښنا شارتۍ له امله رامنځ ته شوې وه.