Asset 1SWN

سلام وطندار

وچکالۍ سره مبارزه؛ غور کې کروندګرو د څاڅکي اوبولګولو ته مخه کړې

IMG-20250914-WA0041-rgv660l8pl1rrdq3b589perg9k0klzcmwekc7rykjs

سره له دې چې د اقلیمي بدلونونو په دلیل ننګونې ډېرې شوي او د اوبو سرچینې هم کمې شوي، د غور یو شمېر کروندګر اړ شوي چې د خپلو حاصلاتو د اوبولګولو په طریقو کې بدلون راولي.

د دغو کروندګرو له ډلې ځینې وايي چې د څاڅکي (قطره‌يي) اوبولګولو سیستمونو او لمریز پمپونو په کارولو هڅه کوي، د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی وکړي، له نویو شرایطو سره ځان برابر او له خپلو ځمکو ښه حاصلات ترلاسه کړي.

د غور کروندګر محمد ابراهیم وايي: «دا سیستم مرسته کوي چې تل د غنمو، کچالو او نورو کرنیزو حاصلاتو پاڼو ته لندبل ورسېږي او د ودې پر بهیر یې ښه اغېز ولري. دا ډول اوبه لګول لامل کېږي چې بوټی له ریښې اوبه جذب کړي او د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی وشي.»

د غور ولایت بل کروندګر نورآقا هم وايي: «د څاڅکي اوبولګولو سیستم د کرنې لپاره ډېر ګټور دی، ځکه د اوبو مصرف کموي او هماغه ټاکلې اندازه اوبه په دقیق ډول کروندو ته رسېږي چې د حاصلاتو د ښې ودې لامل ګرځي.»

غور کې کروندګر د وچکالۍ د دوام او د ورښتونو د کمېدو له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، که دولت او اړوند بنسټونه د نوو او عصري اوبولګولو سیستمونو زمینه برابره نه‌کړي، نو په راتلونکي کې به د کرنیزو حاصلاتو د ودې او تولید هیله ونه‌لري.

اخوا، د غور د کرنې کارپوهان د نوو اوبولګولو طریقو کارول د اوبو کمښت پر وړاندې یوه اغېزمنه حل‌لاره بولي او ټینګار کوي چې د دې ولایت د کرنې د پایښت لپاره باید کروندګرو ته د دغو سیستمونو د کارونې په برخه کې روزنه او لاسرسی زیات شي.

د غور د کرنې برخې کارپوه عبدالظاهر توانا سپارښتنه کوي چې کروندګر دې د څاڅکي (قطره‌يي) اوبولګولو ترڅنګ، د ژرپخو او د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو حاصلاتو کښت ته مخه کړي، څو وکولی شي د اوبو د کمښت او د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مقابله وکړي.

«زما سپارښتنه دا ده چې کروندګر دې تر ډېره د ژرپخو او د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو حاصلاتو کر ته پام وکړي. دا کار سبب کېږي چې په لږو اوبو ډېر حاصل تر لاسه شي. هر څومره چې اوبه بېځایه ضایع کړو، هماغومره زموږ چاپېریال او ګاونډیان زیانمنېږي. کروندګر باید په هغو حاصلاتو پانګونه وکړي چې هم ژر پایله ورکوي او هم د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لري، د ډېرو اوبو مصرفوونکو او غیر مقاومو حاصلاتو له کرلو ډډه وکړي. همدارنګه، د کروندو د اوبو د تنظیم پر مهال دې د اوبو له سرچینو عادلانه ګټه واخیستل شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کرنې دغه کارپوه خبرداری ورکوي چې که دولت او اړوند بنسټونه د اوبو د مدیریت لپاره اوږدمهاله پروګرامونه، د نوو اوبولګولو طریقو ترویج او د کروندګرو اغېزمن ملاتړ عملي نه‌کړي، نو د غور د کرنې راتلونکی به له جدي ګواښ سره مخ شي.

خو له دې سره سره، د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وچکالي او د اوبو کمښت د دې ولایت د کرنې لپاره جدي ننګونه بولي او وايي چې د کرنې سکتور له یو شمېر همکارو بنسټونو سره په همغږۍ د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره اغېزمن پروګرامونه پلي کړي او هڅه کوي کروندګر د نوو او عصري اوبولګولو سیستمونو او د اوبو د سرچینو د سم مدیریت له لارو چارو سره بلد کړي.

د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول ضیاءالحق جویا وايي:

«د مرکز او ولسوالیو په کچه کروندګر تر یوه بریده د نوو اوبولګولو له طریقو ګټه اخلي، په ځانګړي ډول په شنوخونو او نمایشي کروندو کې چې د کرنې ریاست له لوري جوړې شوي. همدارنګه، په باغونو کې د اوبو د بې‌رویه مصرف د مخنیوي لپاره نوین سیستمونه نصب شوي او په دې برخه کې کروندګرو ته عامه پوهاوی هم ورکړل شوی.»

د کرنې برخې کارپوهان، مسوولان او کروندګر په غور کې شته پروګرامونه د کرنې د پایښت او د وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره کافي نه‌بولي.

دوی ټینګار کوي چې باید د دوامداره روزنې، د اوبو مدیریت، په اغېزمن ډول د اوبولګولو او د کروندګرو مالي ملاتړ په برخه کې همکاري ډېره شي، څو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د هغوی د مقاومت کچه لوړه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام