د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وايي، سږ کال دغه ولایت کې د انځرو حاصل ۱۳۵ زره ټنه اټکل شوی چې شاوخوا ۴۰ سلنه ډېروالی ښيي.
د کندهار د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست متخصص ایمل حکیمي د انځرو حاصلاتو زیاتېدو لامل، د ناروغیو او افتونو کموالي او د هوا مناسب شرایطو بولي.
هغه وویل، دامهال کندهار کې د انځرو کرنیزه ځمکه ۱۵ زره هکتار ته رسېږي چې سږ کال یې اټکلي حاصل ۱۳۵ زره ټنه ښوول شوی او دا شمېره د تېر کال په پرتله شاوخوا ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کرنې ریاست متخصص ایمل حکیمي په دې اړه وویل: «سږني د انځرو حاصلات تر ډېره په دامان، ډنډ، پنجوایي، ارغنداب، شاولیکوټ، نېش، میانېشن او خاکریز ولسوالیو کې ښه پایله ورکړې. د ناروغیو، افتونو او غیرموسمي بارانونو کموالي د حاصل په کیفیت او کمیت دواړو مثبت اغېز کړی.»
خو کندهار کې بڼوال بیا ټینګار کوي چې د صادراتو او بازار موندنې د نهشت له امله ښايي ډېر حاصل د ټیټې بیې په بدل کې وپلورل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ارغنداب ولسوالي کې بڼوال رحمتالله او پنجوایي ولسوالي کې بزګر محمد نسیم وویل: «سږ کال انځر ښه حاصل لري، خو که د صادراتو لپاره لار برابره نه شي، ډېری به په کورني بازار کې د ټیټې بیې په بدل کې وپلورل شي او زموږ تاوان به زیات وي.»
«د انځرو حاصلات زیات دي، خو د سړې خونې نشتوالی او د بهرنیو بازارونو محدودیتونه موږ مجبوروي چې حاصل په بیړه وپلورو. که د ساتنې او صادارتو امکانات پیدا شي، زموږ عاید به څو چنده زیات شي.»
د اقتصادي شنونکو په باور، د انځرو او نورو میوو د حاصلاتو زیاتوالی کولی شي د کندهار د بڼوالو او بزګرانو عاید لوړ کړي، د کار فرصتونه رامنځته کړي او د هېواد د کرنیزو صادراتو کچه لوړه کړي.
خو هغوی هم اندېښنه ښيي چې که د بازارموندنې، قیمتونو او صادراتو مدیریت ونهشي، د حاصلاتو زیاتوالی به یوازې د ضایع کېدو او ټیټې بیې لامل شي.