Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې د اسراییلو د بریدونو له امله ۱۵ کسان وژل شوي

231009134946-04-israeli-palestinian-conflict-100923

غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلو د بریدونو له امله یوازې د یوې ورځې پرمهال ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په وژل شویو کې د حماس مخکیني ویاند دوه زامن هم شامل دي. ډېری کسانو پر یوه ښوونځي د شوي برید پرمهال وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیايي چارواکو په وینا، اته کسان هغه ووژل شول چې اسراییلو پر الطبایین ښوونځي برید وکړ. دې ښوونځي کې د جګړو بې‌ځایه شوي مېشت وو.

څلور نور کسان په شیجایا او درې کسان بیا په بیت‌الاهیا کې د هوايي برید پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر غزې برید پیل کړی، تر دې مهاله نږدې ۴۴۲۰۰ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰زره ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام