Asset 1SWN

سلام وطندار

فیفا ټرمپ ته د سولې نوې جايزه ورکړه

002395dd-1600

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړيوال جام د قرعه‌کشۍ په مراسمو کې چې په واشنګټن ښار کې جوړ شوي و، د فېفا له لوري د سولې نوې جايزه ترلاسه کړه.

د فېفا رییس جياني اينفانتينو، د جايزې د سپارلو پرمهال وويل چې ټرمپ د نړۍ د سولې په برخه کې د خپلو هڅو له امله د دې جايزې مستحق بلل شوی دی. دا جايزه سږکال د لومړي ځل لپاره معرفي او ټرمپ ته ورکړل شوې ده.

ټرمپ د جايزې تر ترلاسه کولو وروسته دا «د خپل ژوند له تر ټولو سترو ویاړونو» څخه وبلله.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ۲۰۲۶ کال د نارينه‌وو نړيوال جام سيالۍ به د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب کېږي او د جون ۱۱مې څخه تر ۱۹ پورې به دوام وکړي.

خو د دې جايزې ورکړه له سختو نیوکو سره هم مخ  شوې ده. د بشري حقونو یوشمېر ډلو د انتخاب د بهير د شفافيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ټرمپ د کډوالۍ او پوځي تګ‌لارو په اړه نیوکې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام