Asset 1SWN

سلام وطندار

ښځینه ډاکټرانې: د اومېندوارۍ مخنیوی ښځو ته روغتیايي ستونزې رامنځته کوي

پیش_گیری-از-بارداری-qw152kwkwmcar58lw91s4obvsco2nf64vw4ncqir2g

یوشمېر ښځینه وايي، په بېلابېلو لاروچارو د زېږون ترمنځ واټن کولای شي چې مېرمنو ته ګڼې روغتیايي ستونزې رامنځته کړي. د دوی په وینا، له اومېندوارۍ د مخنیوي لپاره له ګولیو، پیچ‌کاري اوIUD کپسول او لوپ څخه استفاده د دې لامل کېږي چې مېرمنو ته د سر درد، کم‌حوصلګي، خپګان او اضافه وزن راپیدا کړي.

۲۷کلنه عادله چې د څلور اولادونو مور ده، وايي، درې اولادونه یې، یو په بل پسې پیدا شوي او له درېوو کلونو ځنډ وروسته یې، څلور اولاد هم پیدا شوی دی. هغه زیاتوي چې ماشوم یې، روغتیايي ستونزې لري او د زېږون ترمنځ د واټن لپاره یې، پیچ‌کاري کړې چې دې پېچ‌کاري یې، پرعصبي اغېز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي: «څلور اولادونه لرم، دوه هلکان او دوه نجونې دي. وقفه مې کړې؛ درې اولادونه مې ژر ژر پیدا شوي؛ بیا مې لوپ واچوه او درې کاله اومېندواره نشوم، وقفه مې وکړه، بیا مې څلور ماشوم پیدا شوه. بیا مې اوس دوه پیچ‌کاري وکړه او بیا مې استفاده ونه‌کړه. اوس ماشوم لرم او د ماشوم سر کې مې اوبه دي. پیچ‌کاري سره ښه نه‌وم؛ خو لوپ سره ښه وم. پیچکاري مې چې وکړه، د اعصابو تکلیف راته پیدا شو؛ ماشومان مې ډېر وهل او حوصله مې کمه کېده، د خاوند او ماشومانو غږ راباندې بد لګېده.»

سایره چې لس اولادونه لري، وايي، له اومېندوارۍ د مخنیوي لاروچارو څخه د استفادې له امله ورته د ملادرد پیدا شوی دی. «درې-څلور میاشتې وروسته چې د ملادرد راته پیدا شو، بیا مې ترې استفاده ونه‌کړه.»

اسما چې پنځه کاله د اومېندوارۍ نه‌کېدو لپاره له ګولیو استفاده کړې، وايي، د سردرد ورته پیدا شوی او وزن یې، هم ډېر شوی دی. «ما هم له همدې ګولیو استفاده کوله او وزن مې ډېر شو؛ سردرد راته پیدا شو؛ فکر مې کاوه چې سر مې نشته، درد یې، کاوه؛ د دې لپاره چې پنځه کاله مې له دې ګولیو زېږون ترمنځ د واټن لپاره ګټه اخیسته.»

حمیده او سلمان چې له یادو ګولیو استفاده کوله، وايي چې له دغو ګولیو د استفادې پرمهال له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان وې.

حمیده وايي: «ما څه باندې دوه کاله له دې ګولیو استفاده کوله او وزن مې ډېر شوی و، دې دوو کلونو کې د سردرد او داسې شیان مې لرل؛ حوصله سړي ته نه‌پاتې کېږي؛ نه‌پوهېږم ولې، خو اوس ترې استفاده نکوم.»

سلما وايي: «لس کاله مخکې مې له خوشي ګولیو استفاده کوله؛ ډېره یې، چاقه کړم او وزن مې ډېر شو؛ ډېره یې، په قهره کړې وم.»

زینب هم وايي: «ما په شخصي توګه د پیچکارۍ شپږ میاشتنی دوره وکړه، زه یې چاقه کړم او ما سخت سردرد، سستي او داسې نور مې درلودل؛ یو ځل بیا، ما یوځل بیا له دې ګولۍ د استفادې هڅه وکړه، خو له بده‌مرغه ونه‌شو؛ چاقه یې کړم، او ما ډیر وزن واخیست. ما دا د دوه میاشتو یا ډېرو لپاره مې پیچکاري وکړې؛ بیا مې ودرولې او اوس شاوخوا شپږ کاله کیږي چې ما کوم څه یا ګولۍ نه‌دي کارولي.»

د نسايي-ولادي برخې ډاکټران بیا د زېږون ترمنځ د واټن لارې چارې مهمې بولي او په وینا یې، د اومېندوارۍ مخنیوي لارې کولای شي چې مېرمنو ته روغتیايي ستونزې پیدا کړي.

د کابل ملالۍ روغتون کې د نسايي-ولادي ډاکټره نجوا فضل وايي چې د اومېندوارۍ ضد ګولۍ کولای شي، مېرمنو ته روغتیايي ستونزې پیدا کړي، خو په وینا یې، که د ډاکټر په مشوره دغه کار وکړي، د ستونزو د رامنځته‌کېدو مخه به ونیول شي.

هغه زیاتوي: «داومېندوارۍ مخنیوي ګولۍ چې د زیږون ترمنځ د واټن لپاره کارول کیږي، د هغو ګولیو څخه دي چې مختلف هورمونونه لري، او دا هورمونونه پخپله د مزاج د بدلون سبب ګرځي؛ خو د نسايي-ولادي ډاکټر په مشوره دا ستونزه تر یوه حده حل کېدای شي او د ناروغ د نښو او بڼې له مخې، ټاکل کېږي چې کوم ډول درمل وکاروي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نسايي-ولادي برخې یوې بلې ډاکټرې  عابده رها وویل: هغې وویل: «هورموني مېتودونه خپل اړخیزې اغېزې لري؛ ناروغ په پوزه کې لکې پیدا کوي؛ کوم چې نورمال دی؛ وینه بهېدنه پیدا کوي؛ د دوی په چلن کې ځینې بدلونونه پیدا کېږي، د بېلګې په توګه وايي چې کله مو ټابلیټ او پیچکاري وکړه، ژر غصه کېږم؛ بد خویه کېږي او که دا سخت شي، دوی باید ډاکټر ته مراجعه وکړي، او د اندېښنې وړ خبر نه‌ده.»

ملالۍ روغتون کې د افغان کورنیو د لارښود انجمن قابله مدینه ایوبي وايي، وړاندې له دې چې مېرمنو وغواړي، د زېږون ترمنځ واټن وکړي، له ښځو سره مشورې کېږي.

هغې وویل: ««د مشورې ورکولو په جریان کې، موږ له ناروغ څخه پوښتنه کوو که هغه د سردرد ولري او کومې نورې ستونزې ولري، موږ ورته بېلابېلې لارې وړاندې کوو او هره یوه چې هغې غوره کړه؛ هر څه یې چې ومنل، بیا موږ هغه ته یو څه دوامداره مشورې ورکوو، څو هغه پوه شي چې دا بدن کې لري، موږ به هغه ته بیا مشوره ونه کړو.»

د ملالۍ روغتون د افغان کورنیو د لارښود انجمن کلینیک امره مریم وايي چې هره ورځ ۶۰ مېرمنې له اومېندوارۍ د مخنیوي او زېږون ترمنځ د واټن لپاره دې انجمن ته مراجعه کوي. «یوې میاشت کې ۳۱۵۱ کسانو ته مشوره ورکوو. څوک چې ګولۍ کاروي، ۱۵۴۲ کسان دي؛ څوک چې کپسول کاروي، ۱۷۱ کسان دي او ان‌لوپ بیا ۴۴ کسان دي او کاندوم هم ۱۹۳۸ کسان دي. له ولادت وروسته بیا ۱۷۴۷ کسانو ته مشورې ورکوو او کلنۍ شمېرې نه‌لرو.»

د نسايي-ولادي برخې متخصصانو په باور، مېرمنې باید د زیږون د کنټرول مختلف میتودونو کارولو وړاندې، د مشورې لپاره د کورنۍ لارښوونې اتحادیې ته مراجعه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام