د اسلامي امارت د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري فصېحالدین فطرت وايي چې دا څلورم کال دی چې افغانان په بشپړه خپلواکي کې ژوند کوي او دا هېواد نه اشغالېدونکی دی.
نوموړي دغه څرګندونې نن سهشنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.
د نوموړي په وینا، افغانان هېڅکله د هېوادونو استعمار نهشي زغملی او هر کله چې چې د خلکو ازادي اخیستل شوې، افغانانو یې، پر وړاندې درېدلې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
قاري محمد فصيح الدين فطرت په دې غونډه کې وویل چې د هېواد په تاریخ کې د انګرېزانو، شوروي اتحاد او امریکايي اشغال ماتې څرګندوي چې افغانان د هېچا غلامي نهشي منلی.
فطرت زیاته کړه چې څو کاله وړاندې به هېچا فکر نه کاوه چې د اسلامي امارت مجاهدین به د نړۍ ستر زبرځواک ته په تش لاس ماتې ورکړي، خو مجاهدینو د خپلو اجدادو په څېر خپل هېواد ازاد کړ.