Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د سخت توپان له امله بزګرانو ته درانه مالي زیانونه اوښتي

50e082af-3089-4191-8eb2-e8dc19d52f6f

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالي کې تېره ورځ او بېګاه شپه د سخت توپان له امله بزګرانو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست رییس مولوي فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سخت توپان په بهسودو ولسوالي کې د بزګرانو او بڼوالو ګڼ‌شمېر مېوه‌لرونکي او غیرمېوه‌لرونکې ونې له‌منځه وړي او همدارنګه شته نباتاتو ته یې هم سخت زیان اړولی دی.

جلالي زیاته کړه، د بهسودو ولسوالي سربېره د دغه ولایت په نرخ، دایمیرداد او یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم د تېر ورځې راهیسې سخت باد او توپان له امله خلکو ته زیانونه اوښتي، خو تراوسه د کره زیان په اړه معالومات په واکې نشته.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، هڅه کوي چې زیانمنو شویو کورنیو سروې کړي او زیان ته په کتو ورسره مرسته وکړي.

د میدان‌وردگ د نرخ ولسوالي یوه اوسېدونکي عبدالواسع سلام‌وطندار ته وویل، د تېر ورځې راهیسې په بېلابېلو سیمو کې سخت باد او توپان رامنځته شوی او د کرنې سربېره د ډېری کورونو لمریزې دړې او دروازې یې ویجاړې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام