د سرپُل د صیاد ولسوالي یوشمېر اوسېدونکو او کروندګرو سلاموطندار سره خبرو کې وویل، پرلپسې وچکالۍ یې کرنیزو حاصلاتو ته جدي زیان رسولی.
دوی سلاموطندار سره خبرو کې وویل، اقلیمي بدلونونه او وچکالۍ د نباتي افتونو او ناروغیو زیاتېدو لامل شوې چې د خربوزو حاصلات یې سخت زیانمن کړي.
د صیاد ولسوالي د «قفلهتون» سیمې اوسېدونکي انعامالله وویل، د دغې ولسوالي ډېری اوسېدونکي د خربوزو کښت کوي، خو یو ډول چینجی دی چې پالیزونه یې ور خرابوي.
هغه په دې اړه سلاموطندار ته وویل: «هو شته یو مرض شته دی چې پالیزونه، خربوزې، هندواڼې خرابوي او زیان ورسوي.»
د صیاد ولسوالي کروندګر وايي، که خپلو پالیزونو کې دوه یا درې ځله دوا پاشي ونه کړي، نو حاصل نهشي ترلاسه کولی او داسې وخت هم کیږي چې ټول حاصل یې له منځه ځي.
د دوی په وینا، د حاصلاتو د ضایع کېدو مخنیوي لپاره اړ دي چې خپله درمل واخلي او کروندو کې یې وشیندي.
د صیاد ولسوالي د «انګشګه» سیمې اوسېدونکي محمد ذاکر وویل: «یو چینجی دی، څو کاله کیږي چې زمونږ پالیزونه خرابوي، زه خپله دهقان یم، تر هغه چې دوا پاشي ونه کړو، حاصل نهشو ترلاسه کولی. دوه درې ځله باید دوا پاشي وکړو، ترڅو حاصل تر لاسه کړو، کنه نو زمونږ حاصلات زیانمنوي، ریاست زراعت ته مو موضوع نه ده رسولې، خپله درمل اخلو او دوا پاشي کوو یې. که دوا پاشي ونه کړو، مکمل مو حاصل له منځه ځي.»
د صیاد ولسوالي کروندګر زیاتوي چې دې وروستیو کلونو کې د وچکالۍ په دلیل د نباتي ناروغیو ډېروالي نه یوازې د خربوزو حاصلات زیانمن کړي، بلکې اوس یې د هندواڼو او پالک او بادرنګ په څېر د نورو پالېزونو محصولات هم اغېزمن کړي.
د دوی په خبره، د ښار په پرتله سیمه کې یې د حشرو ضد درمل درې برابره ګران پلورل کېږي او ډېری کروندګر د دې درملو د اخیستو وس نه لري چې له امله یې د پالېزونو زیاتره برخه یا کم حاصل ورکوي او یا په بشپړه توګه له منځه ځي.
د صیاد ولسوالي د «شاهتوت» سیمې اوسېدونکي سید مصطفی وویل: «څو کاله کېده چې خربوزې یې زیانمنولې، اوس هندواڼې هم زیانمنوي. پالیزونه، بادرنګ پالک او نور تولیدات مو چینجي پیدا کړي. د حشراتو ضد درمل هم زمونږ سیمه کې ګران دي، نسبت ښار ته دوه درې برابره یې بیه لوړه ده. خلک توان نهلري چې دغه درمل واخلي او په خپلو پالیزونو کې یې دوا پاشي کړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د صیاد ولسوالي مرستیال محمد یاسین انس هم مني چې د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ په دلیل د دغې ولسوالي یوشمېر سیمو کې نباتي ناروغۍ زیاتې شوي.
خو هغه ډاډ ورکړی چې دغه ستونزه یې له اړوند مسوولانو سره شریکه کړې او ژر به یې په تړاو اقدام وکړي.
«د صیاد ولسوالۍ مرکز او څو نورو کلیو کې نباتي ناروغي زیاته شوې. اوبه نشته، نباتي افتونه دي چې لامل یې هم وچکالي ده. د شکرک په نوم ناروغي هم شته چې متاسفانه تر ډېره د خربوزې حاصلات زیانمنوي. خلکو موضوع له ولسوالۍ مقام او کرنې ریاست سره شریکه کړې. یو سپین رنګه ماشی هم پیدا شوی چې د خربوزو حاصلاتو ته زیان رسوي. دغه ناروغۍ تازه پیدا شوي. کروندګرو غوښتنه کړې او مونږ د هغوی غوښتنې له کرنې ریاست سره شریکه کړې او ډاډ راکړل شوی چې تر بل فصل وړاندې به یې مخه نیول کیږي»
اخوا د سرپُل د کرنې ریاست مسوولان وايي، وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو نه یوازې کرنیز حاصلات راکم کړي، بلکې د پخوا په پرتله د نباتي ناروغیو کچه هم لوړه شوې.
د سرپُل د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس قاري عبدالقادر وحدت وویل، د نباتاتو د حفاظت ټیمونه په ټاکلي وخت سیمو ته ځي او د کروندګرو پالېزونه دوا پاشي کوي، څو د زیانمنونکو حشراتو او ناروغیو پراختیا تر یوه حده مهار کړي.
«وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو خپلې اغېزې لرلي. نباتي ناروغۍ تېرو کلونو ته په پرتله ډېرې شوي. د نباتاتو د حفاظت مدیریت په خپل ټاکلي وخت کې ساحو ته ورځي او پالیزونه دوا پاشي کوي. زمونږ دغه کار دوام لري، تر یوه ځایه یې مخه نیولې.»
د سرپُل د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان همدارنګه زیاتوي چې وچکالۍ دغه ولایت کې ۳۰ سلنه اوبیزې او ۷۰ سلنه للمي ځمکې هم متاثره کړي او حاصلات یې د پام وړ کم شوي دي.