Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان سره د لارو تړل کېدل، کندهار کې د فابریکو تولیدات زیات شوي

1000339525

پاکستان سره د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته، د کندهار صنعتي سکتور کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی او ګڼو کارخونو خپل تولیدات زیات کړي.

د دې ولایت صنعتي پارک کې د «دېګ مسالو» د تولیدي کارخونې مسوولان وايي، توانېدلي چې خپل ورځنی تولید له یو ټن څخه شپږ ټنو ته لوړ کړي.

دوی وویل، د دغو کورنيو تولیداتو کیفیت د وارداتي «دېګ مسالو» په پرتله څو چنده لوړ دی او تولید یې لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.

کندهار کې د «دېګ مسالو» د توليدي کارخونې مشر کريم الله حکيمي وايي: «موږ په ۱۴ کاري ساعتونو کې د ۶ ټنه خامو موادو د تولید ظرفیت لرو، موږ دغه ظرفیت نور هم لوړولی شو، مواد ټول طبیعي وطني دي، موږ دلته ټولټال شاوخوا یو میلیون ډالره پانګونه کړې.»

د یادې کارخونې تولیدات دامهال د هېواد ۳۴ ولایتونو ته لېږدول کېږي.

د کارخونې کارکوونکي وايي چې کورني طبیعي بوټي تر پروسس او معياري بسته بندۍ وروسته بازار ته وړاندې کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کندهار کې د «دېګ مسالو» د توليدي کارخونې دوو کارکوونکو نذیر احمد او عبدالواحد وویل:

«دلته مساله جات تولیدیږي، ټول خالص او سل سلنه طبیعي دي، دغه ډول پانګونو په رښتیا سره ډېرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې.»

«دلته ټول مواد وطني او طبیعي دي چې تر پروسس وروسته بازار ته عرضه کېږي.»

د کندهار د کانونو او صنايعو خونې مسوولان ټينګار کوي چې له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته، صنعتي پارک کې د فابریکو زیات شوي او د کورنيو تولیداتو پر وړاندې د خلکو باور او لېوالتیا هم لوړه شوې.

د کندهار د کانونو او صنايعو خونې مشر سيد سرور اماني وايي: «د پاکستان لار چې له کومه وخته بنده شوې، د خلکو په احساساتو او غوښتنو کې لوی تغیر راغلی، خلک اوس اولویت کورني تولیداتو ته ورکوي، اوس ورځ تر بلې د تولیدي کارخونو شمېر ډېریږي.»

په داسې حال کې چې له پاکستانه واردات کم شوي، کندهار توانېدلی چې خپلې اړتیاوې تر ډېره له کورنيو تولیداتو پوره کړي، هغه چاره چې نه‌يوازې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لامل شوې، بلکې لسګونو ځوانانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام