Asset 1SWN

سلام وطندار

له هرات څخه بهر ته صادرات ۹۸سلنه زیات شوي

تورغونډۍ-۱-qoq84yqvpc84boys306sfkmltds2olgtijbchibdzo

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې له دغه ولایت د صادراتو کچه ۹۸سلنه زیاته شوې.

د هرات صادرات د اسلام‌قلعه او تورغونډۍ بندرونو له لارې نورو ولایتونو او هېوادونو ته کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه امر محمدیوسف امین سلام‌وطندار ته وايي چې د هرات په صادراتي توکو کې حیواني، کرنیز محصولات، کورني تولیدات او معدني مواد دي چې عربي‌متحده امارات، د مرکزي اسیا، اروپايي هېوادونو او امریکا ته لېږدول شوې دي.

نوموړي له دغه ولایت د صادراتو د کچې لوړېدو اصلي لامل د کانونو استخراج، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، د کرنیزو محصولاتو کیفیت ښه‌والی، د لویو لارو امنیت ټينګښت او سوداګرو ته اسانتیاوو رامنځته‌کېدل بولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان همداراز زیاتوي چې دغه صادرات د ځمکنیو بندرونو او اوسپنې پټلۍ له لارې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام