د یمن پلازمېنه صنعا کې نن سهار د برښنا یوې فابریکې ته نږدې لږ تر لږه د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي.
رویټرز اژانس راپور ورکړی چې تراوسه د چاودنو لامل او څرنګوالی نه دی روښانه شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو ځينو راپورونو کې ویل شوي چې د صنعا د برښنا په شبکو بریدونه شوي چې له امله یې د لنډ وخت لپاره برښنا پرې شوه.
د «واینټ» خبري ویبسایټ د یمني چارواکو په خبره ویلي، صنعا کې شوې چادونې د دغه ښار په سویل کې د برښنا په شبکې د اسراییل هوايي بریدونو له امله رامنځ ته شوي دي.