Asset 1SWN

سلام وطندار

لبنانو کې د مخابراتي وسایلو چاودنه؛ لږترلږه ۲۰کسان وژل شوي او ۴۵۰ ټپیان دي

AP24262521209210-1726687336

د لبنان روغتیا وزارت مسوولان وايي چې دغه هېواد کې د مخابراتي وسایلو په چاودنو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۵۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، پرون چهارشنبه، سپټمبر ۱۸مې راهیسې لبنان کې تر ډېره د حزب‌الله د غړیو په مخابراتي وسیلو کې چاودنې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تېره ورځ چاودنې په پېجرونو کې شوې وې او د یوې ماشومې په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او زرګونه نور بیا ټپیان شوي وو.

بیروت کې د ایران سفیر هم دې چاودنو کې ټپي شوی دی.

ملګروملتونو کې د ایران سفیر امیرسعید ایرواني دغه سازمان ته په یوه لیک کې لیکلي چې بیروت کې د خپل سفیر د ټپي‌کېدو پلټنه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې هېواد یې،  په یادو بریدونو کې اسراییل ګرم بولي. د لبنان حزب‌الله غورځنګ هم د دغو خونړیو چاودنو مسوول اسراییل بللی دی.

خو په خپله اسراییل تراوسه لبنان کې پر دغو چاودنو تبصره نه‌ده‌ کړې، نه یې د هغو مسوولیت منلی او نه یې هم رد کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اسرائیلو دفاع وزیر یواو ګالانت یوازې دومره ویلي چې هېواد یې د جګړې نوي پړاو ته ننوتی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام