د مکسیکو په شمال لوېدیځ ایالت «سونورا» کې د یوه پلورنځيدننه د چاودنې له امله لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د الجزیره تلویزیون د راپور له مخې، دا پېښه نن یکشنبه، (د لړم ۱۱مه / د نومبر دویمه) رامنځته شوې او ویل کېږي چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي.
د سونورا سیمهییزو چارواکو ویلي، پېښه د هېڅ ډول برید، ترهګریز عمل یا د ملکي خلکو پر ضد د تاوتریخوالي له پېښو سره تړاو نهلري. د دوی په وینا، تر اوسه د چاودنې اصلي لامل نهدی معلوم شوی، خو پلټنې پیل شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سونورا والي ویلي چې د پېښې د بشپړ حقیقت موندلو، د علت روښانه کولو او د احتمالي عاملانو د پېژندلو لپاره یې د پراخو او شفافو څېړنو امر کړی دی.
چارواکي زیاتوي چې د ټپیانو د درملنې لپاره روغتونونو ته بیړني ټیمونه استول شوي او سیمه د خلکو د خوندیتوب په موخه تړل شوې ده.