د کندوز د امنیه قومنداني ویاند، سمنیار جمعهالدین خاکسار وايي چې نن سهار شاوخوا د ۷:۳۰ بجې د ښارک سر دوره په سیمه کې چې د ښار د اتم امنیتي حوزه پورې اړه لري، چاودنه رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د اتمې امنیتي حوزې پولیسو سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي دي. د لومړنیو معلوماتو پربنسټ، هغه کس چې چاودېدونکي توکي یې لېږدول، د نامعلومو لاملونو له امله چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله یې، یاد کس وژل شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خاکسار په وینا، لومړني څېړنې ښيي چې یاد کس غوښتل یو شرارتناک پلان عملي کړي، خو د موادو د ناڅاپي چاودنې له امله، مخکې له دې چې خپل پلان پلی کړي، وژل شوی دی.
د کندوز د امنیه قومنداني مسوولان وايي چې د پېښې دقیق علت معلومولو لپاره د امنیتي ځواکونو څېړنې لاهم روانې دي او د څېړنو بشپړېدو وروسته به نور جزییات هم شریک کړل شي.