د بادغیس امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پېښه د یاد ولایت په قادس ولسوالي کې رامنځته شوې.
د بادغیس امنیه قومنداني ویاند صدیقالله صدیقي وايي چې یاده پېښه پرون دوشنبه، غويي ۲۲مه د قادس ولسوالي په «قرچغي» سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دغو دوو ماشومانو پر ناچاودو توکو لوبې کولې. تراوسه د ناچاودو توکو بڼه نهده معلومه شوې.
صدیقي زیاتوي چې پېښه کې وژل شوي دوړاړه ورونه دي چې عمرونه یې، له لس تر دولسو کلونو وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان کې له تېرو جګړو پاتې ناچاودي توکي او ماینونه هره ورځ د ګڼشمېر هېوادوالو ژوند ګواښي چې ډېری قربانیان یې، ماشومان دي.
هېواد کې د ماین پاکۍ ادارې د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستمخېل د روان کال وري ۲۶مه کابل کې د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې نمانځ غونډې ته ویلي و، تېرکال هېواد کې ۱۰۳ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او چاودو توکو پاکه شوې.
د نوموړي په وینا، لاهم ۱۱۵۰ کیلومتر مربع ځمکه په ماینونو پوښلې چې باید پاکه شي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګرام څخه باید له سیاسي موضوعاتو پرته، د نړیوالې ټولنې لهخوا ملاتړ وشي.
د ده په وینا، تېر کال د هېواد په سطحه د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنو کې ۶۱۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.