Asset 1SWN

کارپوهان: هېوادونه د اسراییل-حماس جګړه د اقتصادي فشارونو له لارې درولی شي

107362345-1705930081492-gettyimages-1936848921-AFP_34FW899

د اسراييلو او حماس ترمنځ روانه جګړه کې څه باندې ۳۹زره فلسطیني وګړي وژل شوي او څه باندې ۹۰زره کسان ټپیان شوې دي.

غزه کې د جګړې له امله میلیونه کسان اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او تازه د دغه ښار سوېل خان یونس کې هم خلکو ته امر شوی چې باید له خپلو سیمو ووځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم غزه کې د اسراییلو بریدونه روان دي، خو د اوربند ټینګښت لپاره هم تر دې مهاله  شوې هڅې بې‌پایلې وې.

پر غزې د اسراییلو برید راهیسې په منځني ختیځ کې د جګړې لمن پراخېدو اندېښنې هم ورځ تر بلې په ډېرېدو دي. د یادو اندېښنو په لړ کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت چاروکي وايي، څو چې غزه کې اوربند نه‌وي شوی، منځني ختیځ کې د شخړو هواری او پای ته رسول، ناشونی دی.

کارپوهان هم په دې باور دي چې د دغه وضعیت دوام به په منځني ختیځ او سیمه کې د جګړو د پراخېدو احتمال زیات کړي.

د نړیوالوچارو کارپوه ولي فروزان وايي: «د جګړې غزه ورځ تر بلې پراخېږي، څنګه چې تاسو ته پته ده، ښايي راتلونکو ورځو کې د حزب‌الله او اسراییلو ترمنځ جګړه پیل شي.»

 په ورته مهال په دې وروستیو کې د اسراییلو پوځي خوځښتونو ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان تند غبرګون ښودلی دی.

د ترکیې ولسمشر اسراییلو ته خبرداری ورکړ چې د دغه هېواد د اقداماتو د دوام په صورت کې به ترکي ځواکونه فلسطین ته ننوځي. د اردوغان دا څرګندونې د ترکیې او اسراییلو ترمنځ د لفظي شخړو لامل هم شوې دي.

دې وضعیت ته په کتو سره کارپوهان وايي چې یادو هېوادونو په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هغسې هڅه نه‌ده کړې، څنګه چې تمه کېده.

د دغو کارپوهانو په اند د ختیځې نړۍ هېوادونه په ځانګړې توګه پر غزې د اسراییلو د جګړې لوری پر اقتصادي فشارونو بدلولی شي.

د نړیوالو مسایلو کارپوه ولي فروزان وویل: «د اسراییلو ډېری اکمالات له ترکیې او سعودي کېږي، که تېرو نهو میاشتو کې چې جګړه روانه ده، دغو دوو هېوادونو پر اسراییلو اکمالاتي لارې تړلې وې، اسراییل به یوه بد وضعیت کې و.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

غز کې د اسراییلو د جګړې په پایله کې اسراییلو د خان یونس په سیمه کې د الموسوي سیمې اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی او ویلي يې دي چې په دې سیمه کې به هم د حماس پر ضد عملیات پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام