Asset 1SWN

سلام وطندار

لغمان کې د بېرو ځنګلونو پراختیا؛ د اقلیمي بدلون پر وړاندې ګام

Developing-jujube-forests-in-Laghman-a-green-step-against-climate-change-rjh9t41h16dqfd567empcyshokvddtmlu32nlxx9jc

د لغمان مرکز مهترلام کې د بېرو ځنګلونو احداث لړۍ پیل شوه، هغه اقدام چې موخه یې د شنو ساحو پراختیا، د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه او د خلکو اقتصادي ملاتړ بلل کېږي.

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، دې ولایت کې د بېرو ځنګلونه مخ په پراخېدو دي او دامهال د مرکز اړوند «بدیع الاباد» سیمه کې په ۹۰ جریبه ځمکه د بېرو ونو د کرلو چارې پیل شوي.

که څه هم په دغه ولایت کې بېلابېلې کرکېلې کېږي، خو دې وروستیو کې د لغمان په یو شمېر سیمو کې د کرنې ریاست له لوري د “تربیوي بېرو”  د ونو کېنول ډېر شوي چې ډېره برخه یې د قرغیو ولسوالۍ او مرکز مهترلام دښتو اړوند دي.

د لغمان د کرنې ریاست د مطبوعاتو مسوول سردار زیار سلام‌وطندار ته په دې اړه وویل:

«لغمان کې دامهال ۱۵۰ هکتاره د بېرې ځنګل احداث شوی او د مصنوعي ځنګل د زیاتولو لپاره نورې هڅې هم روانې دي او سږکال دغه ریاست ۱۸هکتاره د بېرې او ۱۵ هکتاره د چهارمغزو ځنګلونه احداث کړي او دغه بوټی چې انتخاب شوی د شاتو مچیو د کاروباریانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې او همدارنګه د بېرو ۱۸ هکتاره ځنګل پروژه د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له لوري تطبیقیږي او ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت پري راځي چې د سیمې خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده او تمه ده چې دغه پروژه به د خاورې تخریب کم کړي او د شنو ساحو کچه به لوړه کړي.»

نوموړی زیاتوي، دا پروژه به د خلکو لپاره ګټوره تمامه شي چې ورسره به په چاپیریال کې هم مثبت بدلون رامنځ ته او د دې پروژې له کبله سیمه کې ښکلا رامنځته شي.

ورته مهال بیا د سیمې اوسېدونکي او هغه کسان چې دې پروژه کې کار کوي، خوښ دي چې د تربیوي بېرو پروژه په لغمان کې تطبیق کیږي، خو غوښتنه کوي چې دولت دې د کرنې او ځنګلونو د ساتنې په برخه کې نورې پروژې هم عملي کړي.

محمد رباني او رحمین الله چې د «بدیع الاباد» سیمې د بېرو د ځنګل جوړونې په پروژه کې کار کوي وایي، خوښ دي چې سیمه کې یې بېرې کرل کیږي.

د دوی په خبره، هم به یې سیمه زرغونه شي او هم به د ځمکو د تخریب مخه ونیول شي.

«دې سره د سیلایونو د اوبو شدت کمیږي او دغه اوبه مونږ ته ضرر رسوي او بل ورسره زمونږ دغه منطقه سرسبزه کیږي او د هوا ککړتیا هم له منځه وړي او که دغه نیالګي ورسیږي، کنه نو ورسره هغه د شاتو مچیو پروګرام چې ده کنه هغه هم پکې جوړیږي.»

«مونږ ډیر خوشحاله یو چې دغه نیالګیو کرلو کې کار کوو او دلته نږدې مونږ ته د کار زمینه برابره شوې او دلته چې مونږ کار کوو د ورځې څلور سوه افغانۍ ته راکول کیږي او دا پروژه زمونږ د منطقې لپاره ښه ده سرسبزه کیږي ورسره.»

بل لور د چاپیریالي ساتنې برخې کارپوهان وايي، د بېرې مصنوعي ځنګلونه د طبیعت په ښکلا او د شاتو مچیو د کاروبار په زیاتوالي کې رغنده رول لري.

مصطفی حمید وویل، د بېرې له بوټي ځنګل جوړونه به په چاپیریال، اقلیمي بدلون او د خلکو په پر اقتصاد هم مثبت تاثیر ولري.

«د بیرې ځنګلونه جوړول د هوا د ګرموالي په کمښت کې مرسته کوي او اقلیمي شرایط په ښت ډول مدیریت کړي همدارنګه د بارانونو کچه متوازنه کړي او د وچکالۍ او سیلابونو پر وړاندې مقاومت زیات کړي د بیرې ځنګلونه د شاتو مچیو لپاره هم ګټور دي ځکه د مچیو لپاره یو بډایه جاپیریال برابروي د بېرو د ځنګلونو جوړول د یو منظم ایکو سستم او د ځنګلونو د بقا لپاره مهمه ده.»

باور دا دی چې که د بېرو دا ځنګلونه په سم ډول وساتل شي، نو ښایي لغمان او ننګرهار کې د شاتو مچیو محصول زیات او دغه‌راز ورسره د سیمې چاپیریال هم زرغون شي چې پر اقلیم به هم مثبت اغېزه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام