Asset 1SWN

هرکال هېواد کې له حرفوي زده‌کړو ۲۰زره کسان فارغېږي

ظطظطط

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار چارو مرستيال مولوي محمدزاهد احمدزی وايي، هرکال هېواد کې ۲۰زره کسان له حرفوي زده‌کړو فارغېږي.

د نوموړي په وينا، دامهال هېواد کې د حرفوي زده‌کړو۵۲ فعال مرکزونه شته چې هر کال ترې شل زره کسان فارغېږي او وزارت هڅه کوي، څو د حرفوي زده‌کړو مرکزونه ولسواليو کې هم فعال کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مولوي محمدزاهد احمدزي دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه، لړم ۲۴مه پکتيا مرکز ګردېز کې له ولسي خلکو سره په يوه غونډه کې کړې دي.

نوموړي وویل: «د کار او ټولنيزو چارو وزارت يو کليدي وزارت دی؛ موږ په ټول هېواد کې ۵۲ فعال د حرفوي زده‌کړو مرکزونه لرو چې هر کال ترې ۲۰زره کسان حرفوي زده‌کړو فارغيږي. خلکو ته کار پيدا کول د حکومت مسوليت دی او دا کار کوو.»

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال همداشان وويل چې د هېواد په کچه وزګارتیا دومره نه‌‌ده، څومره چې دښمنانو د تبليغ زريعه ګرځولې.

په غونډه کې يوشمېر کسانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت له مسوولانو وغوښتل چې د پکتيا ځوانانو ته دې د عصري زده‌کړو زمينې ترڅنګ عربي هېوادونو ته د کار لپاره تللو اسانتیاېو برابر کړي.

د ګردېز یوه اوسېدونکي محمدايوب په خپلو خبرو کې له مسوولانو وغوښتل چې بې‌‌روزګاره ځوانانو ته دې د حرفوي او عصري زده‌کړو زمينه هم برابره کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال د معلوماتو له مخې، د وزارتونو، خصوصي سکتور او نورو ادارو سره يې تفاهومونه لاسليک کړي چې تر راتلونکو پنځو کلونو کې به شاوخوا ۱٫۴ ميليونه کسان په کار وګوماري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام