Asset 1SWN

سلام وطندار

هره ورځ ۳۸زره افغانان د «دوغارون» له لارې افغانستان ته راستنېږي

کډوال- ایران-افغانان

د ایران چارواکي وايي چې هره ورځ په منځنۍ توګه شاوخوا ۳۸زره افغان وګړي د دوغارون له پولې څخه خپل هېواد ته ستنېږي.

حسین جمشیدي، د تایباد ولسوالي ولسوال، پرون جمعه، د چنګاښ ۱۳مه د دوغارون پولې له لارې، تګ‌راتګ څخه د لیدنې پرمهال ویلي چې تراوسه شاوخوا ۵۰۰زره افغانان له ایرانه اېستل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د چنګاښ ۱۵مې نېټې ته په نږدې کېدو سره چې د ایران له‌خوا د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو لپاره وروستۍ ټاکل شوې نېټه ده، تمه کېږي چې د ایستل شویو کسانو شمېر لا ډېر شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د جمشیدي په وینا، له دې کسانو څخه له ۸۰سلنه ډېر د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه درلودل او یوازې ۲۰سلنه یې پاسپورټ یا نور معتبر اسناد لري.

د تایباد ولسوال همدارنګه ویلي چې د بېرته ستنولو د بهیر د اسانولو لپاره کډوالو ته د انتقال او د خوراکي توکو برابرولو په څېر خدمتونه برابر شوي دي.

ایران په تېرو اوونیو کې له خپل هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام