اروپایي ټولنې اعلان کړی چې د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له زیانمنو شویو کورنیو سره د دوی د بشردوستانه مرستو لړۍ لاهم روانه او تازه یې، د مرستو بله چوپه دغه هېواد ته لېږلې ده.
دغه ټولنې نن (سهشنبه، د تلې لومړۍ نېټه) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د مرستو څلورمه چوپه افغانستان ته رسېدلې ده. د معلوماتو له مخې، تراوسه له ۲۵۰ ټنه ډېر اړین توکي د زلزلهځپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
د اروپایي ټولنې د چارواکو په وینا، د نورو الوتنو چمتووالی هم روان دی او ډېر ژر به د اړتیا وړ مرستې زلزلهځپلو ته ورسېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاده زلزله درې اوونۍ وړاندې د افغانستان ختیځ ولړزاوه چې په پایله کې یې د راپورونو له مخې، له دوو زرو ډېر کسان مړه شوي او تر درې زره زیات نور ټپیان شوي دي.
دغه ناورین زرګونه کورنۍ بېکوره کړې او د زیانمنو خلکو د ژوند د بیارغونې لپاره پراخو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.