اروپایي پارلمان یو پرېکړهلیک تصویب کړی چې له مخې یې د دغې ټولنې له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
دغه پریکړهلیک کې د اروپايي ټولنې له غړو هیوادونو وغوښتل شول چې د دوو دولتونو د حللارې د ترلاسه کولو لپاره د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو غور وکړي.
دغه پرېکړهلیک ته ۳۰۵ مثبتې، ۱۵۱ منفي او ۱۲۲ ممتنع رای ورکړل شوي چې په کې د غزې د جګړې د پایته رسولو لپاره د بېړني او تلپاتې اوربند غوښتنه شوې.
دا پریکړهلیک د اسراییلو امنیت او د ځان دفاع حق په رسمیت پیژني، خو ټینګار کوي چې دا په غزه کې بې توپیره پوځي اقدام نهشي توجیه کولی او په سیمه کې د دوامداره پوځي عملیاتو په اړه اندیښنه څرګندوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اروپايي پارلمان غړو د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه هم کړې او غزه کې یې د ټولو نیول شویو اسراییلي یرغمل شویو کسانو غیر مشروط خوشې کول هم غوښتي دي.
که څه هم اروپايي پارلمان پخوا اصولو کې د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو ملاتړ کړی، خو له دغه نوي پریکړهلیک ښکاري چې په حکومتونو د عمل کولو غږ کوي.
دا پریکړهلیک د اروپايي ټولنې له ټولو ادارو او غړو هیوادونو څخه غواړي چې د دوو دولتونو حللارې ته د ژمنتیا ډاډ ترلاسه کولو لپاره ډیپلوماتیک ګامونه پورته کړي.