د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، د متحده عربي اماراتو اتحاد نړیوال هوايي شرکت د لومړي ځل لپاره کابل ته الوتنې پیل کړې.
دغه وزارت تېره ورځ وویل، کابل ته د یاد هوايي شرکت لومړۍ الوتنه پرون د جمعې په ورځ ترسره شوه.
د اتحاد نړیوال هوايي شرکت به کابل ته په اوونۍ کې ۴ الوتنې کوي.
د یادونې ده چې په دې سره له متحده عربي اماراتو کابل ته درې هوایي اماراتي شرکتونه (فلاي دبۍ، العربیة او اتحاد) کابل ـ ابوظبۍ / کابل ـ دوبۍ / کابل ـ شارجه الوتنې ترسره کوي.