د ټسلا اجرایي مشر ایلان ماسک وايي چې د شرکت د «سایبرکېب» روبوټ ټکسي او د انساننما روبوټ «اوپټیمس» د تولید لومړنی بهیر به «بېحده ورو او ستونزمن» وي، خو په وینا یې، د وخت په تېرېدو سره به چټک شي.
ماسک دا څرګندونې پر اېکس (پخوانی ټویټر) په هغه غبرګون کې کړي چې پهکې ویل شوي وو، د سایبرکېب تولید به په راتلونکو ۱۰۰ ورځو کې پیل شي.
د ټسلا د ۱٫۳۹ ټریلیون ډالرو بازار ارزښت تر ډېره د پانګهوالو پر تمو ولاړ دی چې د شرکت د ځانچلونکو ټکنالوژیو او انساننما روبوټونو د بریا هیله لري.
نوموړي وویل، د تولید د چټکتیا کچه د محصول له پېچلتیا سره تړاو لري او زیاته یې کړه چې هر څومره نوي پرزې او د تولید پړاونه ډېر شي، هومره به د تولید بهیر ورو وي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ماسک لیکلي: «د سایبرکېب او اوپټیمس لپاره نږدې هر څه نوي دي، نو په پیل کې به تولید ډېر ورو وي، خو وروسته به په بېساري ډول چټک شي.»
سایبرکېب یوه دوه څوکۍ لرونکې برښنایي وسیله ده چې د انسان له لاسوهنې پرته کار کوي او سټیرنګ او پېډلونه نهلري.
ټسلا شرکت ویلي چې د سایبرکېب د پراخ تولید بهیر به په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي او تمه ده د اوپټیمس روبوټ تولید هم د هماغه کال تر پایه پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټسلا د بازار لوړه ارزونه تر ډېره د ځانچلونکو ټکنالوژیو او روبوټونو د راتلونکو هیلو پورې تړلې ده، که څه هم د شرکت اصلي عاید لا هم د برښنایي موټرو له پلور څخه ترلاسه کېږي.