د غزې ښار په زیتون سیمه کې د یوې فلسطیني کورنۍ یولس غړي وژل شوي، وروسته له هغه چې د اسرائیلي ځواکونو الوتکو د دوی پر موټر برید وکړ.
د عیني شاهدانو او د فلسطین د مدني دفاع چارواکو په وینا، دا کورنۍ د «زیړ کرښې» په نوم هغه سیمې ته نژدې روانه وه چې د اسرائیلي پوځ د کنټرول تر محدودې لاندې بلل کېږي. د وژل شوو کسانو په ډله کې اووه ماشومان او دوه ښځې شاملې دي.
دغه برید د اوربند له اعلان وروسته ترسره شوی، چې موخه یې د جګړې د شدت کمول و. د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، له اوربند وروسته تر اوسه د اسرائیلي بریدونو له امله لږترلږه ۲۸ تنه وژل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مدني دفاع ویاند محمود باسل دا پېښه د بشري حقونو څرګند سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو په نښه کول د نړیوالو قوانینو خلاف دي.
د پېښې له امله په سیمه کې د خلکو ویره زیاته شوې او د اوربند د پایښت په اړه شکونه راپارېدلي دي. ملګري ملتونه او سیمهییزې ادارې له دواړو خواوو غوښتي چې د ملکي وګړو ژوند ته درناوی وکړي او د اوربند تړون عملي کړي.