له لبنان پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو پرمهال یوولس اسراییلیان ټپیان شوي دي. دغه کسان پر یوه کور د راکېت لګېدو له امله ژوبل شوي دي.
د اسراییلو د بېړنیو خدمتونو اداره وايي چې دغه توغندی له لبنان توغولی شوی او د اسراییلو مرکزي سیمه کې پر یوه کور لګېدلی دی.
حزبالله بیا ویلي چې د اسراییلو تلابیب کې یې، پوځي مرکز په نښه کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې سربېره له لبنان د ډرون او توغندیزو بریدونو له امله د اسراییلو شمال کې د خطر زنګ هم وهل شوی دی.
د لبنان روغتیا وزارت جمعه، نومبر لومړۍ اعلان وکړ چې بالبېک سیمه کې د اسراییلو د بریدونو له امله ۵۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان دي.
پر غزې د اسراییلو د برید راهیسې د ایران له ملاتړ برخمنې ډلې حزبالله د فلسطین خلکو د ملاتړ لپاره د اسراییلو پروړاندې د جګړې اعلان کړی دی.
په دې لړ کې اسراییلو لبنان کې د یادې ډلې د مشرانو او غړیو د لهمنځه وړو لپاره څه باندې یوه میاشت وړاندې بریدونه پیل کړل چې په پایله کې یې، د حزبالله ډلې مشر حسن نصرالله او نور مشران ووژل شول.
حزبالله هم پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو لړۍ پیل کړې او وخت ناوخت پر اسراییلو توغندي توغوي.