Asset 1SWN

سلام وطندار

نایجیریا کې د تېلوټانکر چپه‌کېدو له امله ۸۶ کسان وژل شوي

R

نایجیریا کې چارواکي وايي چې د تېلو ټانکر چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۶ ته لوړ شوی دی.

د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د نایجیریا په دیکو ایالت کې د پټرولو یو ټانکر چپه شو او خلکو ترې تېل وړل چې پرمهال یې، چاودنه رامنځته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نایجیریا د بېړني مدیریت اداره وايي: «۸۰ کسان په یوه دله‌ییز قبر کې خښ شوي، پنځه نور کسان بیا د خپلو کورنیو د غړیو له لوري په خپلو سیمو کې خښ کړل شوي او یو کس هم په روغتون کې ساه ورکړې.»

په دغه پېښه کې ۵۵ کسان ټپیان شوي دي.

تېر اکتوبر پرمهال هم د یاد هېواد جېګاوا ایالت کې په ورته پېښه کې ۱۴۷ کسان وژل شوي وو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نایجیریا کې د تېلو بیې له ۲۰۲۳ کال راهیسې لوړې شوي او د تېلو لېږد پرمهال د خوندیتوب اړوند سپارښتنو ته نه‌پام دغه هېواد کې د ورته پېښو له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام