Asset 1SWN

لوګر کې اته شخصي معاینه‌خانې د ناقانوني فعالیت له امله تړل شوي

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰س

 د لوګر عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د روغتیايي قوانینو د څار مدیریت له لوري په پل‌علم ښار کې د ډاکټرانو اته شخصي کتن‌ځایونه (معاینه‌خانې) د غیرې‌قانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.

د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین سلام‌وطندار ته وویل، یادې معاینه‌خانې د روغتیايي قوانینو د نه‌پاملرنې، جوازونو نشتون او همدارنګه د ناروغانو د شکایتونو له مخې تړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل، هڅه کوي په پل علم ښار او ولسوالیو کې ورته څارنو ته دوام ورکړي او هغه لسګونه معاینه خانې چې په غیرې قانونې بڼه او په غیرې معیاري توګه ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي مخه به یې ونیول شي.

نوموړي له ټولو روغتیایي کارکوونکو وغوښتل چې خپل فعالیتونه قانوني او د عامې روغتیا وزارت له قوانینو له مخې عملي کړي، کنه د معاینه خونو ډاکټران او مسؤلین به قانون ته وسپارل شي.

د پل‌علم ښار یوه اوسېدونکي احمدجاوید سلام وطندار ته وویل، خوښ دی چې د عامې روغتیا ریاست د څارنې ډلې هغه معاینه خانې تړلي چې ناروغانو ته غیرې قانوني صحي خدمات وړاندې کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي غوښتنه وکړه چې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې یوشمېر روغتیايي کارکوونکي او درملتونونه د قانوني اسنادو نشتون له امله فعالیت کوي او باید مخه یې ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام