Asset 1SWN

اتریش کې د یوه ښوونځي دننه په ډزو ۸ کسان وژل شوي

AUSTRIA-SHOOTING-SCHOOL-7ayawa5a

د اتریش کورنیو چارو وزارت ویلي چې نن (سه‌شنبه، جوزا ۲۰) ګراتس ښار کې د یوه ښوونځي دننه د ډزو پر مهال څو کسان وژل شوي.

د راپورونو پراساس، پېښه نن په ګراتس ښار کې شوې او یوه زده کوونکي دا برید ترسره کړی.

د پولیسو په خبره، ګڼ کسان ټپيان شوي هم دي چې زده‌کوونکي او ښوونکي په کې شامل دي. د اتریش چارواکو ویلي چې زده‌کوونکي او ښوونکي یې له ښوونځي ایستلي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دغه برید لامل او انګېزه تراوسه نه ده روښانه شوې.

د راپورونو پربنسټ، د اتریش په دغه سیمه کې ورته پېښې مخینه نه‌لري.

یواځې تېره فبروري میاشت د اتریش په سویل کې یوه بریدګر د چاقو په ګوزارونو سره لږ تر لږه یو کس وواژه او ۵ نور یې ژوبل کړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام