Asset 1SWN

سلام وطندار

اختر او تنګسیه؛ افغان ځوانان په هیلو سره له اختر هرکلی کوي

9-r3k8zp28zvqt4jfb4apo4xjcoq62uikao5en15tn60

د کوچني اختر په رارسېدو سره د هېواد په ښارونو او لویو لارو کې د خلکو تګ‌راتګ زیات شوی او د کوڅو له هر ګوټ څخه د «اختر مو مبارک شه» غږونه اورېدل کېږي. له اختر څخه مخکې بازارونه هم تاوده وو؛ د جامو، مېوو او خوږو دوکانونه له هغو کسانو ډک وو چې د دې ورځې لپاره یې چمتووالی نیوه.

په همدې ورځو کې د کورونو دننه او بهر د پاک‌کارۍ او سمسورتیا هڅې هم زیاتې شوې وې. ځوانان د کورونو په رنګولو، پاکولو او سینګار بوخت ښکارېدل او د غالیو د ټکولو غږونه د اختر د راتلو نښه ګڼل کېده.

سره له دې چې لاهم د جګړې اوازونه او د ناامنۍ فضا احساسېږي، خو ډېری ځوانان وایي چې له دې حالاتو سره عادت شوي او هېڅ وضعیت نه شي کولای د اختر خوښي ترې واخلي.

سلام‌وطندار په یوه نظرپوښتنه کې، چې له ۲۴ ځوانانو سره یې د اختر په درشل کې کړې، ګډونوالو ټینګار کړی چې که څه هم اقتصادي ستونزې، وزګارتیا او امنیتي وضعیت ورسره مل دی، خو بیا هم هڅه کوي اختر په خوښۍ ولمانځي.

یاسر ګردېزی چې د پکتیا د ژورنالېزم له څانګې فارغ دی او ۳۵کلن ذبیح‌الله چې د کابل اوسېدونکی دی، وایي، سږکال یې د اختر پېرود د تېرو کلونو په پرتله کم شوی دی. د هغوی په خبره، د بیو لوړېدو او اقتصادي فشارونو اړ کړي چې یوازې اړین توکي واخلي.

په ورته  مهال ۲۱کلنه اصفه چې د دایکنډي اوسېدونکې ده او ۲۹کلنه فاطمه احمدي چې د کابل اوسېدونکې ده، ټینګار کوي چې د اختر خوښي یوازې په مادي شیانو پورې نه ده تړلې. د هغوی په باور، د کورنۍ غړي سره راټولېدل، د دوستانو لیدنې او د ماشومانو موسکا د اختر اصلي خوښي جوړوي.

د دغو ځوانانو په وینا، که څه هم د نوو جامو او ځانګړو چمتووالو درلودل د خوښۍ احساس زیاتوي، خو که دا امکانات هم نه وي، بیا هم باید د اختر له روحي ارزښتونو خوند واخیستل شي.

د نظرپوښتنې ۱۴ ګډونوال وایي چې دوی اختر د نورو د قضاوت لپاره نه، بلکې د خپل زړه د خوښۍ لپاره لمانځي. هغوی زیاتوي چې د نیکونو دودونه او فرهنګي ارزښتونه د اختر ورځو ته ځانګړې مانا وربښي.

۲۱کلن سهیل یاري د کابل اوسېدونکی دی. دی وایي چې ځان له نورو سره نه پرتله کوي او د اختر خوښي د کورنۍ له یوځایوالي سره تړي. هغه زیاتوي: «که څه هم د ماشومتوب اخترونه ځانګړی خوند درلود، خو اوس هم اختر خپل ځای لري، ځکه ټوله کورنۍ سره راټولېږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه، ۲۵ کلنه کوکبه نواب وایي چې که د پېر لپاره امکانات هم ونه لري، بیا هم د اختر هرکلی کوي او قناعت ته لومړیتوب ورکوي. د هغې په خبره، د زړه خوښي تر هر ډول ظاهري چمتووالي مهمه ده.

ځینې ګډونوال د تېر وختونو خاطرې هم یادوي او وایي چې پخوا اخترونه له سادګۍ او صمیمیت ډک وو. ۳۸کلن خلیل‌الله پوپل او ۶۱کلن عبدالحمید وایي چې د اختر شپه دومره له شوقه ډکه وه چې کوچنیانو او ان لویانو ته به هم خوب نه ورتله.

د هغوی په وینا، پخوا به خلک له ساده خوړو لکه ډوډۍ، هګۍ، وریجې او لږو خوږو سره مېلمستیاوې کولې او د انګورو څخه به یې «دوشاو» چمتو کاوه چې د اختر ځانګړې خوږه وه. هغوی زیاتوي چې په هغه وخت کې لګښتونه کم وو او هر څوک به د خپلې وسې مطابق مېلمستیا کوله.

بل لور ته، د هېواد د ورزش ادارې مسوولان وایي چې د اختر په ورځو کې به د ځوانانو لپاره ځانګړي ورزشي پروګرامونه هم جوړ کړي. د دوی په خبره، دا سیالۍ به په کابل او ولایتونو کې د ټورنمنټونو او ورزشي مېلو په بڼه جوړې شي چې د ځوانانو د هڅونې لپاره مهم رول لري.

اختر د مسلمانانو له مهمو مذهبي مناسبتونو څخه دی چې تل یې د خوښۍ، یووالي او فرهنګي ارزښتونو استازیتوب کړی دی. که څه هم په وروستیو کلونو کې اقتصادي ستونزو د خلکو پر ژوند اغېز کړی، خو لاهم د اختر روحیه، د کورنۍ یووالی او د خوښۍ احساس د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، په منځ کې ژوندی پاتې دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام