له ۲۸ ځوانانو (۱۱ نجونو او ۱۷هلکانو) سره چې لوړې زدهکړې هم لري، د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې ۱۸ هغوی د «CV» لیکلو وړتیا او د کارموندنې له معیارونو سره بلدتیا نهلري.
د دغو ځوانانو له ډلې ۱۰ یې وايي، کله چې یې د دندې لپاره غوښتنلیک ورکړی، متوجه شوي چې اعلان شوې دندې د مهارتونو یوې داسې ټولګې ته اړتیا لري چې دوی یې ځینې هغه نهلري.
سره له دې چې ټول مرکې شوي کسان لوړې زدهکړې لري، خو ټول بېکاره دي او ډېری یې وايي چې لیدلي یې دي بېمهارته کسان او هغه کسان چې مسلکي «CV» نهلري، د واسطې او شخصي پېژندګلوۍ له لارې په کلیدي او مسلکي بستونو کې پر دندو ګومارل شوي؛ هغه وضعیت چې د ځوانانو د مهارتونو د لوړولو او په مسلکي ډول د کار لټون انګېزه یې کمه کړې.
د بدخشان اوسېدونکې ۲۹ کلنه فاطمه او د پروان ۲۷ کلن اوسېدونکی احمد هغه دوه ځوانان دي چې خپلې لوړې زدهکړې یې د ادبیاتو په څانګه کې تر لیسانس کچې بشپړې کړي او له اوږدې مودې راهیسې بېکاره دي. دوی وایي:
«په دغو برخو کې زما بلدتیا په ابتدایي مرحله کې ده. د CV لیکلو او د کار غوښتنلیک په برخه کې لږ مالومات لرم او له باوري کاري وېبپاڼو او د دندې د مرکې له اصولو سره بشپړه اشنايي نه لرم.»
«په دې اړه چې خپله وکولی شم CV ولیکم، یا لږ تر لږه یې په داسې بڼه چمتو کړم چې په یوه اداره کې د منلو وړ وي، تر اوسه مې دا تجربه نه ده کړې. له بدهمرغه، کله چې مې CV سپارلې، یا پکې ستونزه وه او یا یې شرایط برابر نه وو.»
د ۲۸ مرکه شویو ځوانانو له جملې څخه ۱۰ تنه یې وايي، کله چې یې دندې ته غوښتنلیک ورکړی، متوجه شوي چې کاري بستونه په یو وخت کې څو بېلابېل مهارتونه ـ حتا له بست څخه بهر ـ غواړي او دغه موضوع له هغو زدهکړو سره چې دوی یې د لوړو زدهکړو پر مهال ترلاسه کړې، هغومره سمون نهلري.
د کابل اوسېدونکی ۳۴ کلن حبیبالله چې له کمپیوټر ساینس فارغ شوی او د کونړ ۲۹ کلن اوسېدونکی حقیقالله چې له اقتصاد څانګې فارغ دی، په دې اړه وايي:
«د CV لیکل او غوښتنلیک سپارل مې زده دي، کمپیوټر ساینس مې لوستی او د آیټي په برخه کې کار کولی شم، خو په دې وروستیو کې څو ځایونو ته چې مې غوښتنلیک ورکړ او ازموینې ته لاړم، له آیټي پرته یې د برښنا اړوند پوښتنې هم وکړې. ما ورته وویل، آیټي له برښنا سره څه تړاو لري؟ همدا لامل و چې څو ځایه زما غوښتنلیک رد شو.»
«اقتصاد مې لوستی، کولی شم CV جوړه کړم او د کار غوښتنلیک ولیکم. زدهکړو راته بنسټیزه پوهه راکړې، خو د کار بازار له موږ عملي مهارتونه غواړي. که له زدهکړو سره مې عملي تجربه هم لرله، ښايي د کار موندل اسانه وی. د کاري فرصتونو کمښت او هغه اضافي مهارتونه چې له بست څخه بهر راڅخه غوښتل کېږي، تر ټولو لویې ستونزې دي.»
دې سره، دغه ځوانان وايي چې په ادارو کې واسطې او پېژندګلوي ته لومړیتوب ورکول لامل شوي چې دوی د مهارتونو د لوړولو او مسلکي کارموندنې ته چندان پام ونه کړي.
د دوی په باور، په ادارو کې لومړی ټکی واسطه او شناخت دی.
د کابل اوسېدونکی ۲۷ کلن رحمتالله او د بلخ ۲۷ کلنه اوسېدونکې هیله په دې اړه وايي:
«ما ډېر داسې کسان لیدلي چې زدهکړې یې کړي او وړتیا هم لري، خو په سختو او درنو کارونو بوخت دي او مناسب کار یې نه دی موندلی. زما په نظر تبعیض ډېر دی او هغه څوک چې وړ نه وي، په داسې دنده کې وي چې وړتیا ورته نهلري، د پارټۍ او واسطې مسله ډېره ده، موږ خپله هم له دې تجربې تېر شوي یو.»
«موږ څو ځله بېلابېلو بستونو ته ازموینې ورکړې او مرکې ته هم بلل شوي یو، خو سره له دې چې نمرې مو لوړې وې او تجربه مو لرله، بریالي نه شوو. وروسته مو له هغو ملګرو څخه چې هلته یې کار کاوه، واورېدل چې یو کس یې چې یوازې مکتب یې بشپړ کړی و، په هماغه بست کې ګومارلی دی یا خپل خپلوان یې ټاکلي دي. له داسې مواردو سره څو ځله مخ شوي یو.»
اخوا، ځینې مرکې شوي ځوانان وايي چې په پوهنتونونو کې د دوی په درسي نصاب کې د CV د لیکلو او کارموندنې لارې چارې نه دي شاملې او په ځینو مواردو کې نصاب له کار بازار سره هم بشپړ همغږی نه لري.
د کابل اوسېدونکی ۲۳ کلن امین په دې اړه وايي: «د زدهکړو پر مهال مو هېڅ داسې مضمون نه درلود چې له کارموندنې، CV لیکلو او ورته مسایلو سره تړاو ولري. د CV د لیکلو لپاره مجبوره کېږو چې عکاسیو ته ولاړ شو، خو له بدهمرغه هغوی هم د سوانحو د سم او مسلکي لیکلو طریقه نهلري. که په پوهنتون کې مو په دې برخه کې یو ځانګړی مضمون درلود، لږ تر لږه مو اړوند زدهکړې ترلاسه کولې او ښايي اوس به مې د دندې لپاره د غوښتنلیک سمه طریقه زده وی او ان کار مې پیدا کړی وی.»
ورته وخت کې د پوهنتون یو شمېر استادان باور لري چې د عملي زدهکړو کمزورتیا او د درسي نصاب نشتوالی یا نیمګړتیا د دې لامل کېږي چې فارغان د کارموندنې او کارآفرینۍ په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ شي.
د پوهنتون استاد شهزاد آریین په دې اړه وايي: «بېشکه د درسي محتوا د تدریس کیفیت پر ټولنه اغېز لري. په افغانستان کې له بدهمرغه وینو چې د تدریس عملي اړخونو ته لږ پام کېږي، او دا لامل کېږي چې ځوانان له فراغت وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شي. کارموندنه او کارآفریني باید هغه پایله وي چې زدهکړیال او زدهکوونکی یې د خپلې تحصیلي دورې په پای کې له خپل مسلک څخه ترلاسه کړي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي چې په تعلیمي نظام کې د نظري درسونو ترڅنګ، د تخنیکي مهارتونو او د کار پوهاوي ادغام کولی شي فارغان د کار بازار ته د چټک داخلېدو لپاره ښه چمتو کړي.
د اقتصادي مسایلو کارپوه ایرج فقیري په دې اړه وايي: «که موږ وکولی شو د افغانستان په تعلیمي سیستم کې د نظري درسونو ترڅنګ تخنیکي او د کارپوهاوي مضامین هم ور زیات کړو، دا کار به سبب شي چې له پوهنتون څخه فارغان هم نظري او هم عملي تخنیکي ظرفیت ولري او د دندې د ترلاسه کولو په برخه کې به ژر بریالي شي.»
بل اقتصادي کارپوه عبدالنصیر رښتیا هم زیاتوي: «دا موضوع دې پورې تړاو لري چې ډېرو هېوادونو په خپل تحصیلي نصاب کې دغه موارد شامل کړي، په ځانګړي ډول په لوېدیځو او اروپایي هېوادونو کې چې کله یو محصل فارغېږي، له ځان سره یو مسلکي مهارت هم لري. اړتیا ده چې د افغانستان حکومت په دې برخه کې لا ډېر پام وکړي.»
موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د لوړو زدهکړو وزارت نظر هم واخلو، خو د پرلهپسې اړیکو سره سره بریالي نه شوو.
د یادونې ده چې د نړیوال بانک د راپورونو له مخې، افغانستان کې د بیکارۍ کچه په ۲۰۲۵ کال کې د تېرو کلونو په پرتله دوه چنده شوې.
د هېواد ځوانه ټولنه تر ټولو زیات زیانمنه شوې، ان تر دې چې ۲۰۲۳ کال پورې نږدې له څلورو یوه برخه ځوانان بېکاره وه.