Asset 1SWN

سلام وطندار

اقتصادي جګړه؛ ټرمپ پر کاناډا، مکسیکو او چین ګمرکي تعرفې ولګولې

OIP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا او مکسیکو ترڅنګ دغه هېواد ته د چین پر واردېدونکو سوداګریزو توکو نوې ګمرکي تعرفې لګولي دي.

ټرمپ شنبه، فبرورۍ لومړۍ نېټه د یوه فرمان په لاسلیکولو سره د کاناډا او مکسیکو پر سوداګریزو توکو ۲۵سلنه ګمرکي تعرفه لګولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ترمپ دغه هېواد ته د چین پر تلونکو توکو هم لس سلنه ګمرکي تعرفه لګولې.

ډونالډ ټرمپ پر «ټروټ ټولنیزه رسنۍ» لیکلي چې دغه تعرفه یې، په بېړنیو شرایطو کې د نړیوال اقتصادي واکونو» د قانون له مخې لګولې.

نوموړي لیکلي: «ما نن د کاناډا او مکسیکو پر وارداتو ۲۵سلنه تعرفه «لس سلنه د کاناډا پر انرژۍ» او د چین پر توکو لس سلنه تعرفه لګولې. دغه اقدام د نړیوال اقتصادي واکونو» د قانون (IEEPA) له مخې شوی او لامل یې، د ناقانونه کډوالۍ او نشه‌يي توکو مخنیوی له هغې ډلې، فنټانیل چې زموږ هېوادوال مرګ ته بیايي، اخیستل شوی.»

د کاناډا لومړي وزیر د ډونالډټرمپ له‌خوا دغه اقدام ته په غبرګون کې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې اړه له کابینې سره ناسته کړې او په وینا یې، د مکسیکو له ولسمشر سره به هم خبرې وکړي.

بل‌خوا جاسټن ټروډو پرون شنبه، فبرورۍ لومړۍ، اعلان کړی چې د کاناډا فدرال حکومت به د ډونالډ ټرمپ تجاري جګړې په غبرګون کې د امریکا پر توکو ۲۵سلنه تعرفه ولګوي.

نوموړي ټينکار کړی چې د داسې یوه هېواد پر وړاندې چې ټاکل شوې وه، «ملګری او متحد واوسي» غلی نه‌شي پاتې کېدای. د کاناډا لومړي وزیر همداراز ویلي چې له ځنډ پرته به پر امریکايي توکو غچ‌اخیستونکي تعرفې ولګوي، څو د کاناډا اقتصاد ته زیان رسولو لپاره د ټرمپ دغه ګام بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ټروډو په وینا، سه‌شنبه، فبرورۍ پر څلورمه به دغه هېواد ته د امریکا پر ۳۰ میلیارډ ډالر واردېدونکو توکو ۲۵سلنه تعرفه ولګوي تو له هغې وروسته به دغه تعرفه د امریکا ۱۲۵ میلیارډ ډالرو په ارزښت توکو ته پراخه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام