Asset 1SWN

سلام وطندار

سمنګان کې زلزله‌ځپلو په پور د خپلو کورونو جوړولو ته اقدام کړی

Untitled

سمنګان کې له ویجاړونکې وروستۍ زلزلې نږدې یوه میاشت تیریږي او د هوا په سړېدو سره خیمو کې د زلزله‌ځپلو لپاره ژوند کول هم سخت شوي دي.

د دغه ولایت د فیروزنخچیر ولسوالي هغه کورنۍ چې په کلونو خوارۍ او غریبۍ یې کورونه اباد کړي وو، زلزلې په یوه شپه ونړول.

یوشمېر دغه زلزله‌ځپلي چې دامهال خیمو کې شپې او ورځې تېروي، وايي، د دې لپاره چې ژمي کې یې ماشومان له سړې هوا او ناروغیو خوندي پاتې شي، د ژوند له سختو شرایطو سره سره یې د خپلو ویجاړو شویو کورونو بیارغولو لپاره اقدام کړی.

دوی وویل، حکومت او نورو مرستندویه ادارو ورسره د کورونو جوړولو په برخه کې کومه ژمنه نه‌ده کړې او مجبوره شوي چې پور وکړي او د ځان او خپلو کورنیو لپاره سرپناه برابره کړي.

د سمنګان د فېروزنخچیر ولسوالي د «فقیراباد» کلي دوو اوسېدونکو نوراحمد او شمس‌الله چې زلزلې یې کورونه نړولي، تازه یې د خپلې کورنۍ لپاره دوه دوه کوټې جوړې کړي.

نور احمد وویل: «اوس هم دغه کوټه تر کار لاندې ده. هرڅه مې په پور روان کړی، ژمی نژدې دی کوښښ کوم چې اولادونو ته مې سرپناه برابره کړم. ترڅو ژمی تېر شي او ماشومان مې ناروغه نه‌شي. زمونږ کوټې د ناستې نه‌وې، خطر یې درلود. له خپل‌خپلوانو مې پور وکړ او له سره مې جوړې کړې.»

شمس‌الله وویل: «پور مو وکړ او دوه کوټې مې اماده کړي، خو اوس هم کړکۍ نه‌لري. ژمی دی، څه وکړم، چاره نه‌لرم باید دغه کار مې کړی وی.»

دغه زلزله‌ځپلي وايي چې خیمې یې د سړې هوا پر وړاندې مقاومت نه‌لري، نو ځکه یې له واورو وړاندې د کور د نړېدلو دېوالونو د بیا پورته کولو لپاره لستوڼي بډوهلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حمید هم د فېروزنخچیر ولسوالي د «فقیراباد» سیمې بل زلزله ځپلی دی او خپله یې د کور جوړول پیل کړي.

هغه وايي: «ژمی دی خیمه کې مو ماشومان بېتابه شول او ناروغه شوي، مجبوره شولو چې ځان ته کوټې جوړې کړو، یو څه سرپناه مې برابره کړه، خو اوس هم کړکۍ او دروازه نه‌لري. مونږ خو وکولی شول چې له یوځایه پیسې پور کړو او ځان ته یو څو کوټې جوړې کړو، خو شته داسې کورنۍ چې همدومره توان هم نه‌لري، له اسلامي امارت او موسسو غواړو چې خلکو ته کورونه برابر کړي، خلک په دښتو کې دي.»

«فقیراباد» د فېروزنخچیر ولسوالي زلزله‌ځپلی کلی دی چې ډېری کورونه په کې نړېدلي یا هم زیانمن شوي.

د دغې سیمې قومي مشر صاحب‌خان هم خپله د خلکو له لوري د کورونو جوړولو په تړاو وايي: «په دغسې یو وخت کې چې وچکالي هم ده، یوشمېر کورنیو خپله د کورونو جوړولو لپاره اقدام کړی. یوه کوټه یې ځان ته برابره کړې، څو پرده یې وشي. خلک په ډېرو ستونزو کې دي. که دولت دغو زلزله ځپلو ته کورونه جوړ کړي وی، ډېر به ښه شوي وو.»

د فېروزنخچیر ولسوالي مرستیال عبدالمنان اسلمي تاتار د یوشمېر خلکو له لوري د کورونو جوړولو اقدام ستايي، خو هغه وویل چې ځايي اداره دغه ولسوالي کې د زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو جوړولو په برخه کې کوم پلان نه‌لري، خو یوې موسسې د ۳۰ کورونو جوړولو سروې کړې.

نوموړي وویل: «اسلامي امارت تراوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه‌لري، خو د یوې موسسې له لوري د ۳۰ کورونو جوړولو ژمنه کړې، خو هغه هم تراوسه وروستۍ شوې نه ده چې عملي به شي او کنه.»

سمنګان کې زلزله‌ځپلي داسې مهال په خپلو محدودو امکاناتو د ویجاړو شویو کورونو د بیا جوړولو او د ژمي له سختو شپو مخکې خپلو ماشومانو ته د خوندي سرپناه برابرولو هڅه کوي چې دغو کورنیو سره یوازې محدودې لومړنۍ مرستې شوي او دامهال سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام