Asset 1SWN

سلام وطندار

زلزله؛ سمنګان کې د بېرته راستنو شویو وضعیت ته کتنه

سمنگان-2

له ایران څخه سمنګان ته راستنې شوې کورنۍ چې تازه یې، د کډوالۍ له ستړیاوو دمه کوله، زلزلې یې، کورونه ویجاړ او د ژوند چارې یې ستونزمنې کړې دي.

شازیه چې د خپل خاوند له مړینې وروسته له ایران اخراج او سمنګان کې ژوند کوي، وايي چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده او د خپلو څلور اولادونو د ژوند د لګښتونو مسوولیت ور تر غاړې دی.

دغه مېرمن چې دامهال د خپل پلار په کور کې ژوند کوي، له زلزلې وروسته اوس چت نه‌لري چې د سړې او ګرمې پر وړاندې ترې خوندي وي.

هغه وايي: «زه ډېرې سختۍ تېرموم. مخکې په ایران کې اوسېدم، خو کله چې د زما د ماشومانو پلار د زړه د ناروغۍ له امله وفات شو، موږ افغانستان ته وشړل شو او اوس د پلار په کور کې اوسېږو. د پلار کور مو د زلزله له امله وران شو. دا مهال هېڅ شی نه‌لرم. رښتیا هم مستحقه او اړمنه یم، ځکه څلور ماشومان لرم او بې‌سرپرسته یم.»

شازیه له مرستندویه بنسټونو غواړي چې هر څه ژر د زلزله‌ځپلو وضعیت ته رسېدنه وکړي، څو د اخراج او زلزلې له امله د رامنځته‌کېدونکي انساني ناورین څخه مخنیوی وشي.
هغې وویل: «کور نه‌لرم. د ملګروملتونو اداره تل ما غولوي او وایي چې مرسته درسره کوو، سره له دې چې د سرحد څخه د ستنېدو پر وخت موږ ته کارت راکړل شو، تراوسه یوازې وريجې او ماکاروني وېشل شوي دي. ویل یې چې کور به راکړي، خو تراوسه یې نه دی راکړی. زه کور، غالۍ، توشک، خوراکي توکي او نغدو پیسو ته اړتیا لرم. د کور ټول سامانونه مو په ایران کې پاتې شوي دي.»

دا یوازې د شازیه داستان نه‌دی، نورې کورنۍ هم شته چې وروستۍ زلزله کې یې، خپل کورونه له لاسه ورکړي او دامهال ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

د سمنګان اوسېدونکی ګل حضرت چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته یې، خامه کور جوړ کړی و، خو د روان کال د لړم دولسمې زلزلې یې، کور وران کړی او اوس خېمه کې اوسېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل: «۱۲ میاشتې کېږي چې له ایران څخه رد مرز شوي یوو. کور، سامانونه او نغدې پیسې مو هماغلته پاتې شوې. دلته چې مو سرپناه جوړوله، زلزله وشوه او کور وران شو. اوس بې‌سرپناه یو او د ورور په انګړ کې د خیمې لاندې ژوند کوو. تر اوسه موږ له دولت یا نورو بنسټونو هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او هېڅوک زموږ حال نه دی پوښتلی.»

په ورته مهال د سمنګان محلي مسوولان وايي چې د زلزله‌ځپلو وضعیت ته د رسېدنې او اړتیاوو پوره کولو لپاره د مرستو راټولولو هڅې روانې دي.

د سمنګان د والي مرستیال دادخدا خادم وايي: «موږ یوه نوې کمېټه جوړه کړې چې بېلابېلو سکتورونه پکې ګډون لري، څو هغو کورنیو ته چې مرستې نه دي رسېدلي، مرسته وشي او هغو کسانو ته چې لږه مرسته رسېدلې، لا زیاته پاملرنه وکړو.»

د روان کال د لړم دولسمې نېټې په سهار د ۶.۳ ریښتر په درجه زلزلې د هېواد سمنګان او نور ولایتونه ولړزول چې له امله یې، سلګونه کورونه ویجاړ او ډېری کورنۍ چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، لاهم تر خېمو لاندې ژوند کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام