Asset 1SWN

مراکش کې زلزله؛ نږدې ۳۰۰۰ کسان مړه شوي

2023-09-11T224214Z_246187164_RC2C63A6E5YJ_RTRMADP_3_MOROCCO-QUAKE

مراکش کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر څه باندې ۲۸۰۰ ته لوړ شوی دی. دې پېښه کې سلګونه کسان ټپیان شوي هم دي.

زلزله ځپلو سیمو کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي او د مراکش ژغورونکو ډلو ترڅنګ له نورو هېوادونو مرستندویه ډلې هم دغه هېواد ته رسېدلې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د مراکش دولتي ټلوېزیون خبر ورکړی چې تراوسه په زلزله کې ۲۸۶۲ کسان مړه شوي او ۲۵۶۲ کسان ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، د تېرې جمعې شپې ناوخته زلزله کې تر خاورو لاندې د احتمالي ژوندي پاتیو کسانو د ژغورنې هلو ځلو کې یو‌شمېر کسان ژوندي ژغورل شوي دي.

د ژغورنې عملیاتو پراخولو لپاره اسپانیې، قطر او برېټانیا دغه هېواد ته خپلې مرستندویه او ژغورونکو ډلې لېږلې دي.

زلزله ځپلو سیمو کې د ژوندي پاتیو کسانو ته د سرپناه او خوړو نشتون له امله تر نیوکو وروسته د دغه هېواد حکومت ویلي چې ځینو سیمو کې خیمې وهلي او د خوړو اسانتیاوې یې برابرې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یاده زلزله چې مرکز یې د مراکش لوېدیځ ۷۲ کیلومټره لرې د اطلس غرونو وه، له مالي زیان سربېره ګڼ‌شمېر کورنۍ او لرغونې ودانۍ او ښارونه ویجاړ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام