Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې زلزله‌ځپلی: کوټې مې چپه شوي او حیران پاتې یم

زلزله

د هېواد په شمال کې وروستۍ زلزلې تر ډېره هغو کورنیو او سیمو ته مالي زیانونه اړولي چې له وړاندې فقر، وزګارتیا او اقتصادي ستونزو سره مخ وې.

یوه له دغو سیمو د بلخ د شولګرې ولسوالي د «جلوزو» کلی دی.

د دغې سیمې یوشمېر زلزله ځپلو سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، د شاوخوا درې اوونۍ وړاندې زلزلې یې داسې حال کې سرپنا‌وې نړولې چې له مخکې یې د ورځني ژوند د اړتیاوو پوره کولو وس نه‌درلود.

دغه بې‌سرپناه شوې کورنۍ چې ځينې یې د خپل‌خپلوانو کورونو او ګڼ‌شمېر یې خېمو کې ژوند کوي، وایي، تر زلزلې وړاندې یې هم ژوند له سختیو ډک و، خو اوس یې حالت څو برابره خراب شوی.

زلزله‌ځپلي ټینګار کوي چې بېرته عادي ژوند ته د ستنېدو لپاره پراخ او اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.

د شولګرې ولسوالي د «جلوزو» سیمې اوسېدونکي سیدشاه چې د ۱۱ کسیزې کورنۍ مشر دی او کور یې زلزلې چپه کړی، وویل: «وس مې نه کیږي، کور مې ښوویېدلی او کوټې چپه شوي، حیران پاتې یم، زه وسایلو مرستې ته خوشاله نه یم، وایم چې ځای مې کور مې راته جوړ کړي، پیسو سره به یو څه وکړو، ګدايي به وکړم، لاس به یو چا ته اوږد کړم. خو د کور جوړولو وس نه‌لرم، دا نشم ابادولی، دا مې مشر زوی دی، تاسو یې هم وینئ چې دلته راسره کار کوي.»

د زلزله‌ځپلو په وینا، خوراکي توکو، درملو، د څښاک پاکو اوبو او د ژوند نورو لومړنیو اړتیاوو ته محدودو لاسرسی لري.

«ګذر تراب» هم د شولګرې ولسوالي له محرومو سیمو ده او زلزلې ځپلې. د دغه کلي اوسېدونکي وايي، دې وروستۍ زلزلې یې د ژوند کړاو نور هم ډېری کړی او را روان ژمي ته اندېښمن دي.

دوی له حکومت او بنسټونو د پراخو، دوامدارو مرستو غوښتنه کوي، څو بېرته عادي ژوند ته د ستنېدو هیله یې ژوندۍ پاتې شي.

د شولګرې ولسوالي د «ګذر تراب» کلي اوسېدونکي محمد داوود وویل: «مونږ بېوزله خلک یو وس مو نه کیږي چې ځان ته څاه وباسو، څه نه لرو چې له خپل جېبه یې مصرف کړو. مجبوره یو او همداسې پاتې یو. همدا ژوند دی په زوره یې تېروو. فرض کړئ، یو کس ځي پور کوي، یا ځي یو پنځه افغانۍ مزدوري کوي، همدغسې ژوند دی تېروو یې، الله د زمونږ چاره وکړي. شتمني نه‌لرو چې مصرف یې کړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه د «ګذر تراب» سیمې بل اوسېدونکي اغا محمد هم د خپل وضعیت په اړه سلام‌وطندار ته وویل: «زلزله شوه خپله مې د زړه تکلیف پیدا کړی. دېوالونه مو نړېدلي چې زلزله وشوه زمون کلي کې بد وضعیت وو. در په دره یو له الله، حکومت او تاسو غواړو چې مونږ سره یو څه مرسته وکړئ، نه خیمه لرو نه کور، د شپې له خوا کوټو کې نه شو ویده کېدلی ځکه کوم دېوالونه او کوټې چې ولاړې دي، درز درز دي. وېریږو.»

که څه هم زلزله‌ځپلو سره د حکومت او مرسته رسوونکو بنسټونو له لوري لومړنۍ مرستې شوي، خو د خلکو وضعیت ته په کتو ډېرو مرستو ته اړتیا ده.

ورته وخت کې د بلخ شولګرې ولسوالۍ مرستیال مولوي عین‌الدین فاروقي وویل، زلزله ځپلو سره یو څه مرستې شوي او راتلونکې کې به هم ورسره مرستې وشي.

نوموړي وویل: «مرسته کوونکو ادارو او خلکو واقعآ هم مرستې کړي، اوس هم د مرستو په حال کې دي، خو یو کور چې ابادیږي، ډېرو پیسو ته ضرورت دی. دغه مرستې خلکو ته یو تسلیت دی. د زلزلې لومړیو ورځو کې خلک ډېرو ستونزو سره مخ وو، اوس یې یې وضعیت ښه شوی. ځینو موسسو ژمنه کړې چې راتلونکې کې به هغو کورنیو ته چې کورونه یې ډېر تخریب شوي راځي او د شیلټر په نوم به ورته کورونه جوړوي.»

د بلخ د شولګرې ولسوالي «جلوزو» سیمه کې تر ۵۵۰ پورې کورنۍ ژوند کوي او خلک یې تر ډېره غریبکاره او د للمي کښتونه کوي. دغه سیمه کې زلزلې لسګونه کورونه زیانمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام