د روان کال د عقرب په ۱۲مه په یو شمېر شمالي ولایتونو کې شوې زلزلې نهیوازې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي، بلکې د یو شمېر کسانو پر روغتیا یې هم ژورې منفي اغېزې کړي.
بلخ کې د شولګرې او مارمل ولسوالیو یوشمېر زلزلهځپلي وايي، د زلزلې له امله رامنځته شوې وېرې د دوی سلامتیا ته جدي ګواښ پېښ کړی.
د بلخ د شولګرې ولسوالي د «ګذر تراب» سیمې اوسېدونکې راضیه وايي، کله چې زلزله وشوه وډار شوه او له همهغه وخت وروسته یې دواړه ګُردې درد لري.
هغه د درملنې لپاره دوه ځلې روغتون ته مراجعه کړې، خو ورکړل شويو درملو یې درد نهدی دوا کړی.
د راضیې په وینا، اقتصادي وضعیت یې ښه نهدی او نهشي کولی یوه ښه روغتون یا ډاکټر ته په ورتلو خپله درملنه وکړي.
هغې سلاموطندار سره خبرو کې وویل: «یو ناڅاپه زلزله وشوه، ډېره وډاره شوم او ګُردې مې په درد شوې. تراوسه مې دوه نسخې درمل اخیستي، وس مې نه کیږي چې خپله اساسي درملنه وکړم. کله چې ګرځم ګُردې مې درد کوي. زلزله چې وشوه داسې یو ډول حمله راباندې راغله، منډه مې کړه له کوټې بهر ووتم، له هغې راهیسې مې دواړه ګُردې درد کوي.»
د شولګرې ولسوالي د «جلوزو» سیمې اوسېدونکې ماهګل چې د ۶ اولادونو مور ده، دوه زامن یې تر واده کولو وروسته له هغې بېل شوي او دا اوس له خپلو څلورو لورګانو سره د وروڼو په کور کې ژوند کوي.
ماهګل وویل، کوم کور کې چې اوسیږي زلزله کې زیانمن شوی او له زلزلې را وروسته د زړه په ناروغۍ هم اخته شوې.
د هغې په وینا، که څه هم له زلزلې نژدې یوه میاشت تیریږي، خو اوس هم تل ویره ورسره وي چې د لوړ غږ په اورېدو یې د زړه ټکان ډېریږي او لړزا پرې راځي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«زړه مې ټکان لري، لږ اوچت غږ چې واورم د زړه ټکان مې ډېرېږي او په وېره له کوره بهر وځم، لرې کوڅه کې اودرېږم. بیخي د وحم حالت کې یم. پښې مې یخې شي او لړزا را باندې راځي.»
ماهګل له مسوولانو او خیریه بنسټونو غواړي چې سرپناه ورته برابره کړي او د درملنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
دې سره د شولګرې ولسوالي د «ګذر تراب» سیمې اوسېدونکې شازیې هم وویل، له زلزلې وروسته یې د زړه ټکان ډېر شوی.
هغه که څه هم د خپلې درملنې لپاره روغتون ته تللې، خو په وینا یې چې ورکړل شویو درملو یې روغتیا نه ده ښه کړې.
شازیې هم د خپلې روغتیايي ستونزې په اړه سلاموطندار ته وویل: «زلزلې د زړه ټکان راته پیدا کړی. روغتون ته ځم، درمل راکوي، پیچکاري راکوي، سیروم یې هم راکړ، خو هېڅ ګټه راته نه کوي. د زړه ټکان مې ډېر شوی. هره ورځ بېهوشه شم، هېڅ نه جوړېږم. کله چې و وېرېدم، احساس مې وکړ چې زړه مې ودرېده.»
اخوا د بلخ د مارمل ولسوالي اوسېدونکي هم وايي چې دې وروستۍ زلزلې د دوی پر کورنیو ناوړه روحي او رواني اغېزې کړي.
د مارمل ولسوالي د «خراسان» کلي اوسېدونکي محمد صدیق حنیف په دې اړه وویل: «مونږ واقعآ اندېښمن یو. کله چې زلزله وشوه تر هغې را وروسته زمونږ ماشومان، مېرمن مې او اکثریت نور کسان وېرېدلي، له روحي او رواني پلوه ځپل شوي. یانې مونږ ته له صحي پلوه جدي زیان اوښتی.»
د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال خان ځدراڼ وویل، د هغه زلزله ځپلو سره چې رواني فشارونو او نورو ناروغیو سره مخ شوي، د ځايي کلینیکونو او روغتیاپالانو له لوري خدمات وړاندې کیږي.
«زلزله ځپلو سیمو کې کلینیکونه لرو، هلته ډاکتران شته چې رواني برخه کې هم فعاله دي او خدمات وړاندې کوي. همدارنګه سیار ټیمونه لرو، کله چې ناروغ ویني او مشورې ورکوي او زلزله ځپلو ته خدمات رسوو، ترڅو هغوی سالم ژوند ته مخه کړي.»
د هغه په وینا، سږکال بلخ ولایت کې شاوخوا ۱۷ زره رواني ناروغانو ته خدمات وړاندې شوي.
دې سره، یو شمېر فعالان وايي، زلزله د خلکو پر ذهن، ژوند او اقتصاد مخامخ اغېزه لري، نو په کار ده چې د مرستو ترڅنګ، د روغتیا برخې ته هم جدي پام وشي.
که څه هم د حکومت او ځینو کورنیو او نړیوالو ادارو له لوري د زلزله ځپلو کورنیو لپاره خیمې او لومړني خوراکي توکي برابر شوي، خو وضعیت ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې دولت، ملګري ملتونه او نورې مرستندویه ادارې لا ډېرو مرستو او هڅو ته لومړیتوب ورکړي.