د اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت وياند، شرافتزمان امرخېل وايي چې نن (دوشنبه، د لړم ۱۲مه) شاوخوا د شپې يوه بجه په يوشمېر ولايتونو کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی دی.
د امرخېل په وينا، په دې زلزله کې تراوسه له ۲۰ زيات کسان په بلخ او سمنګان ولايتونو کې مړه شوي او نږدې ۳۲۰ کسان ټپيان دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د عامې روغتيا وزارت وياند زياتوي چې دا لومړني معلومات دي او د مرګژوبلې د زياتېدو امکان هم شته.
هغه ټينګار وکړ چې د عامې روغتيا وزارت د ژغورنې او طبي ټيمونه د پېښې په سيمو کې حضور لري او د مرستو چارې روانې دي.
تر دې وړاندې د امريکا د زلزلهپېژندنې مرکز د افغانستان په شمال کې زلزله د ۶٫۳ ريښتر په کچه ثبت کړې وه.