Asset 1SWN

د کونړ زلزله‌ځپلي؛ له پکتيا څخه صحي ټیم استول شوی

20250901_163425

د پکتيا بېلا بېلو ادارو څخه يو ځانګړی ټيم د کونړ زلزله ځپلو سره د لومړنيو مرستو لپاره دغه ولايت ته تللی.

د پکتيا عامې روغتيا ريس ډاکټر معراج ګل عادل وويل، ياد ټيم کې د جراحي او داخله برخې ډاکټران، بېلا بېل لومړني درمل او ټپيانو لپاره يوه اندازه وينه شامله ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وويل چې ياد مرسته کوونکی ټيم کې د عامې روغتيا رياست اړوند ډاکټران، د ۲۰۳ منصوري قول اردو، سرې میاشتې او امنيه قومنداني روغتيايي ټيمونه شامل دي.

هغه زياته کړه چې د ولايتي ادارې لخوا د نورو مرستو راټولولو لپاره هم کميټې جوړې شوي دي.

د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، یوازې کونړ کې د وړمې شپې زلزلې له امله تر ۱۴۱۱ زیات کسان مړه او تر ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام