Asset 1SWN

سلام وطندار

د سمنګان خُلم ولسوالي زلزله‌ځپلي: ډېرو مرستو ته اړتیا لرو

زلزله‌ځپلي- زلزله-سمنګان

د سمنګان د خُلم ولسوالي یوشمېر زلزله‌ځپلي وايي، د شاوخوا ۲۴ ورځې وړاندې زلزلې پرمهال یې سخت مالي زیانونه لیدلي او لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د خُلم ولسوالي د «ایشان داکي» سیمې اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم د زلزلې په لومړیو ورځو کې د خوړو نړیوال سازمان WFP، د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف، سره ‌صلیب او نورو ادارو له لوري ورسره د نغدو پیسو، اوړو او نورو لومړنیو توکو مرستې شوي، خو په وینا یې، دغه مرستې ورته بسنه نه‌کوي.

دوی وايي، زلزلې هرڅه ترې اخیستي او اړتیا ده چې د کورونو جوړولو په برخه کې یې د زلزله‌ځپلو لاسنیوی وشي.

د «ایشان داکي» سیمې اوسېدونکي سید عبدالرحمان وویل: ««دغه مرستې چې کیږي، ډېرې کمې دي، نه شو کولی کور پرې جوړ کړو، دغه مرستې هېڅ درد نه‌شي دوا کولی. غواړو چې مونږ ته ابادي وکړي، نه برق لرو، نه اوبه لرو او نه بل څه، له افغانانو او نړیوالو غواړو چې مونږ سره لاډېرې مرستې وکړي. زمونږ او د نورو غریبانو کورونه دې راته اباد کړي.»

د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي ابراهیم سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل: «له موسسو غواړو چې مونږ سره مرسته وکړي، تاسو خپله پوهېږئ چې مونږ اړتیا لرو. ژمی راغئ، لرګیو، زغال هېڅ نه‌لرو، هرڅه چې مو درلودل، وریجې، غوړي اوړه د خاورو لاندې شول. کوټې مو نړېدلي، هرڅه خاورې شول. تاسو وګورئ دا زما دوکان وو نړېدلی او د ګاونډي دوکان کې کار کوم.»

د خُلم ولسوالي زلزله‌ځپلي دوی سره له شویو مرستو خوښ دی، خو په وینا یې چې دغه مرستې یې د اوږدمهال لپاره ضرورتونه نه‌شي حل کولی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د خُلم ولسوالي د «ایشان داکي» سیمې ملک حاجي محمد او اوسېدونکی سیدعثمان له زلزله‌ځپلو سره په لاډېرو مرستو ټینګار کوي.

هغه وویل: «له دولت او ادارو مننه کوو چې مونږ سره یې لومړنۍ مرستې وکړې، خو دغه مرستې زمونږ اړتیاووې نه‌شي حل کولی. دغه مرستې دومره کیږي چې د یوې میاشتې لپاره زمونږ ستونزې حل کړي، اوس ژمی دی، خلک ډېرې ستونزې لري، کورونو ته ضرورت دی، هرڅه تر خاورو لاندې شوي، سخت ځپل شوي یو، غواړو چې وضعیت ته مو رسېدنه وشي، که کمک ونه‌شي ژمي کې مو د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کیږي.»

سیدعثمان وویل: «اړتیا ده چې مرستندویه بنسټونه او خلک له دوی سره لا ډېرې مرستې وکړي، دوی ډېرې ستونزې لري، د ژوند کولو لپاره ځای نه‌لري، د کور جوړول ډېر مهم دي، د خوړلو او پوښاک لپاره څه نه‌لري. اوس هوا هم یخیږي.»

د زلزله‌ځپلو په وینا، که څه هم په لومړنیو مرستو سره د خلکو ستونزو ته یو څه رسېدنه شوې، خو اړتیاوې يې ډېرې دي.

ورته وخت کې د سمنګان چارواکي ډاډ ورکوي چې د زلزله‌ځپلو وضعیت ته د رسېدو او دوی سره د لاډېرو مرستو لپاره یې اقدام کړی.

د سمنګان د والي مرستیال ملا دادخدا خادم په دې اړه وویل: «لومړنۍ مرستې چې ضرورت وو، وشوې. دویم مونږ دلته اوچا او نورو موسسو سره یوه غونډه وکړه، بله کمیټه مو جوړه کړه، هغو کسانو سره به چې پوره مرستې ورسره نه دي شوي، هغوی سره به نورې مرستې هم کیږي.»

د یادونې ده چې د تېرې عقرب میاشتې په ۱۲مې د زلزلې له امله د سمنګان خُلم ولسوالي کې ۹ کسانو ژوند بایللی او ۵۴ نور ټپیان شوي. همدارنګه دغه ولسوالي کې د زلزلې پرمهال ۳۰۰ کورنۍ په بشپړ ډول او ۲۰۰۰ هم په نسبي توګه وران شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام