سمنګان کې د نومبر دویمې له زلزلې وروسته ګڼشمېر کورنۍ سرپناه نهلري او دامهال خیمو کې ژوند کوي. د سمنګان فیروزنخچیر ولسوالي کې د وروستۍ زلزلې پرمهال اغېزمن شوي خلک وايي چې اساسي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نهلري او د ژمي په رارسېدو سره یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دوی وویل، د هوا په سړېدو سره د زلزله ځپلو کورنیو ترمنځ ډول ډول ناروغۍ زیاتې شوي دي.
د فېروزنخچیر ولسوالي اوسېدونکي ټینګار کوي چې مسوولان او مرسته کوونکي بنسټونه دې د درملو او روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته توجه ډېره کړي، څو د زلزلې له امله اغېزمنو شویو سیمو ته لومړني روغتیايي خدمات ورسول شي.
د سمنګان د فېروزنخچیر ولسوالي د «رحمتاباد» سیمې زلزلهځپلي محمدمنیر او محبالله سلاموطندار ته وویل: «فیروز نخچیر کې یو کلینیک دی، لرې دی، په ستونزو ناروغان ور وړو، هغسې چې ضرورت دی، ناروغ ته سمه توجه هم نه کیږي. ځکه د خلکو مراجعه ډېره ده او یو ډاکټر ورته سمه رسېدنه نهشي کولی.»
محبالله وویل: «مونږ کلینیک ته ضرورت لرو چې نژدې کلینیک او درملتون را ته جوړ شي، مونږ زیاتره ځوانان ځو خارج هېوادونو کې کار او غریبي کوو، ښه ده چې ښځې او ماشومان مو نژدې کلینیک ته لاړ شي، ترڅو درملنه یې وشي.»
همدارنګه د زلزله ځپلې «رحمتاباد» سیمې دوو نورو اوسېدونکو محمدالله او سیدرسول وویل، دولت او نړیوال بنسټونه دې د سیمې روغتیايي وضعیت د ښهکولو لپاره عاجله پاملرنه وکړي، ځکه چې د ژمي له رارسېدو سره د ناروغیو خطر نور هم لوړېږي.
نوموړي وویل: «څو ورځې وړاندې راغلي وو، لس، پنځلس ورځې کار یې وکړ، یو دوه ډاکټران وو او خدمات یې وړاندې کړل، اوس بیرته تللي، نور څوک نه دي راغلي. همدا کلینک او شخصي ډاکټران دي، همدوی ته ناروغان ورولو.»
ده زیاته کړه: «یو دوه ډوله ګولۍ راکوي چې کفایت نه کوي. مونږ له دولته غواړو چې مونږ ته یو سم ډاکټر راولي او د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي، ځکه خلک اوس ستونزو سره مخ دي.»
«قوشمحله» د فیروزنخچیر ولسوالي هغه سیمه ده چې تر ۵سوه زیاتې کورنۍ لري او زلزلې سخته ځپلې.
د دغې سیمې اوسېدونکي عبدالاحمد هم د خدماتو نهشتون په اړه وویل: «دغې زلزلې زمونږ ستونزې تر ۱۲۰ سلنه رسولي، هره برخه کې ستونزې لرو، د اوبو ستونزې کمې وې چې اوس مو کور هم له منځه لاړه. خلک دومره وس نه لري چې موټر کې تر بازاره پورې لاړ شي. د ډېری کورنیو ماشومان ناروغه دي، دغه موټر چې روان دي، ناروغان د ولسوالۍ کلینیک ته وړي، مجبوره یو چې خپله ورځ تېره کړو، له یو او بل پور کوو، ګورو چې د مرګ ورځ مو څه وخت را رسیږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د فیروز نخچیر ولسوالي روغتیايي مسوولان وايي، تر خپله وسه کوښښ کوي چې ناروغانو ته خدمات وړاندې کړي. دوی وویل، دغه کلینیک ته د ورځې تر ۱۳۰ پورې ناروغان مراجعه کوي او درملنه یې کیږي.
د فیروز نخچیر ولسوالۍ کلینیک کې د ټولنې صحي سوپروایزر عبدالروف وویل: «د ورځې په اوسط ډول له ۱۲۰ تر ۱۳۰ پورې ناروغان دلته کلینیک ته مراجعه کوي او درملنه یې کیږي. مونږ تر خپله وسه پورې کوښښ کړی او د ناروغانو په خدمت کې یو، که دلته یې درملنه وشي هغه ده، کنه نو مونږ یې ولایتي روغتون ته ریفر کوو او هلته یې بیا درملنه کیږي.»
ځايي مسوولان هم مني چې فیروز نخچیر ولسوالۍ کې روغتیايي مراکز کم دي او خلک دغه برخه کې له ستونزو سره مخ دي. خو ډاډ ورکوي چې ولسونو ته د روغتیايي خدماتو رسولو لپاره یې هڅې ډېرې کړي او دغه ستونزه یې له لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړې.
په اړه یې د فیروزنخچیر د ولسوال مرستیال عبدالمنان اسلمي تاتار سلاموطندار ته وویل: «دلته زمونږ ولسوالۍ کې د صحت په برخه کې د خلکو ستونزې تر ۴۰ سلنې پورې حل کیږي. مونږ دغه مسله د ولایت په سطحه مطرح کړې، هغوی هم ستونزه د روغتیا وزارت سره شریکه کړې ده او پاتې کار په هغوی پورې تړاو لري.»
د یادونې ده چې د سمنګان د فېروزنخچیر ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي د ژوند نورو برخو کې هم لومړنیو اسانتیاوو ته محدود لاسرسی لري.