Asset 1SWN

سلام وطندار

د بلخ مارمل ولسوالي زلزلې ځپلې کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

بلخ-1-1-rfqyasb61q9ypvmhd3bo90x6jis5juqoada8e9lci0

د بلخ د مارمل ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي چې د وروستۍ زلزلې له امله يې کورونه نړېدلي، وايي چې راتلونکي ژمي او د امکانات نشتوالي په اړه اندېښمن دي.

د دایمي سرپناه جوړول، د خوراکي او سون توکو برابرول، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی او د اوبو د کمښت ستونزې هوارول د دغو خلکو مهمې غوښتنې دي.

د مارمل ولسوالي اوسېدونکي ذکریا وویل: « پخوا چې زموږ اوبه له هغو پایپونو راتلې چې پورته له ذخیرو سره نښتي وو، د زلزله په وخت کې زموږ پایپونه چاودلي/ترک شوي دي او موږ هره ورځ یو څخه تر دوو ساعتونو وخت ته اړتیا لرو چې اوبه راوړو. دولت باید له موږ سره مرسته وکړي؛ موږ ته اوبه راورسوي، یو کور جوړ کړي، د سون مواد راکړي، ژمی دی. زموږ هر څه د خاورو لاندې پاتې دي، باید له موږ سره مرسته وشي.»

د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي رضوان وايي: «مخکې هم د مَرمَل ولسوالي خلک فقیر او غریب وو؛ زلزلې هم خلکو ته ډېر تاوان رسولی دی. ډېر کورونه زيانمن شوي دي، تراوسه سمې مرستې هم نه دي شوې. ژمی راروان دی.»

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې پرمهال ګڼ‌شمېر هستوګنیز کورونه ویجاړ شوي او هغه خلک چې خپلې هستوګنې یې له لاسه ورکړې، په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي. د دغو زیانمن شویو خلکو یوه برخه لاهم تر خېمو لاندې ژوند کوي.

د یادې ولسوالي یو بل اوسېدونکی موالدین، وايي: «د خلکو تر ټولو بنسټیزه اړتیا چې په وروستۍ زلزله کې زیانمن شوي، سرپناه ده او همدارنګه د هغوی د ژوند لپاره د خوړو مواد، تودو جامو، دوا او نور ضروري شیان چې اړتیا ورته شته باید ورته وویشل شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د رسمي شمېرو له مخې، شمال کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۴۶ کورونه یوازې په همدې مارمل ولسوالي کې ویجاړ شوي دي.

د دې ولسوالي سیمه‌ییز مسوولان هم، سره له دې چې د ځینو ادارو له لوري د نغدو، خوراکي او غیرخوراکي مرستو د وېش پخلی کوي، خو وايي چې دغه مرستې بسنه نه‌کوي او اړتیا ده چې د زیانمنو سره د مرستې او ملاتړ پروګرامونه پراخ شي.

د مارمل ولسوالي د قریه‌جاتو مدیر حبیب‌الرحمان حبیب، وايي: «دلته څو ادارو مرستې کړې دي، خو ډېرې لږې وې. د ډبلیو‌اېچ‌اېچ دفتر ۲۵ کورنیو ته مرسته وکړه او هرې کورنۍ ته یې ۱۱زره او ۱۸۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشلې. ځینو نورو ادارو هم د خوړو او غیرخوړو مواد لکه خېمه، کمپل او روغتیایي کټونه ورکړي دي او نور هېڅ شی نه دی وېشل شوی.»

د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې پرمهال چې په سمنگان، بلخ، سرپل او کندوز کې رامنځته شوي، زرګونه کورونه نړېدلي، ۲۷ کسان شهیدان شوي او له زرو څخه زیات کسان ټپیان شوي دي.

د هستوګنیزو کورونو ویجاړېدو زرګونه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي چې د ژمي په رارسېدو سره يې ستونزې او ننګونې لاهم ډیرې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام