د پروان په مرکز چاریکار ښار کې د سړکونو د ګڼهګوڼې، تودې هوا او سوځنده لمریز لاندې، دوه کسان د سړک کندې ډکوي؛ دوی دا کار له دې هیلې سره کوي چې ښايي د لارې موټرچلوونکو څخه به یو څو افغانۍ ترلاسه کړي.
عبدالشکور چې ۵۱ کاله عمر لري، له بېل او کلنګ سره، د سړکونو ژورې برخې له خاورو ډکوي، هغه تمه لري چې ښايي یو څوک به لس افغانۍ ورکړي.
عبدالشکور وایي: «هر ځای چې خراب و، هر ځای چې کنده وه، موږ خو توان نهلرو چې پیسې ورکړو، خو خپله خټه، کاڼي او خاورې راوړو، دا کندې ډکوو، که څوک څه راکړي اخلو یې، که نه، بیا هم خدای لوی دی، هغه به سبب جوړ کړي.»
هغه چې مخ او جامې یې د سړکونو پر دوړو پوښل شوي، د زرګونو نورو افغانانو په څېر، غلی، خو کلک، د فقر پر وړاندې مبارزه کوي. وايي که دا کار ونهکړي، ماشومان به یې، لوږي پاتې شي.
هغه وویل: «هو، ستړي یو، خاورې او دوړې چې خلک یې بهر اچوي، موږ یې، ټولوو، پر سړک یې اچوو، که یو څه پیدا شو ښه، که نه، همداسې بېرته خپل کور ته ځوو. نن پیسې هم نه لرو چې اوبه واخلوو. تږي او وږي پاتې یوو، پټوم یې نه، یو کس ۱۵ افغانۍ راکړې، بل ۵، بل بیا ۱۰ افغانۍ رکړې.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
علاوالدین چې د چاریکار ښار اوسېدونکی دی، له مجبورۍ عبدالشکور سره مرسته کوي. وایي که د کور نفقه پرې نهوای، هېڅکله به یې داسې کار نهکاوه.
هغه وویل: «اته کسیزه کورنۍ لرو، دوه درې میاشتې کېږي چې دلته یو، کله کله یو څه خاوره او شګه پیدا کړو، دوه کسان یو، کلنګ وهو، بیل وهلو، کندې ډکوو چې موټرونه په سمه تګراتګ وکړای شي. شاوخوا ۳۰ یا ۴۰ افغانۍ پیدا کړو، ځکه موټرچلوونکي هم خپله په ستونزو کې دي.»
عبدالشکور او علاوالدین د هغو زرګونو افغان نارینهوو له ډلې دي چې د ژوند د درنو فشارونو له امله یې ملا کږه شوې، خو د خلاصون لاره نهلري.
همدغه فشار دی چې دوی دې ته اړ کړي، هره ورځ د سړکونو دوړې وخوري، څو شپه یې، ماشومان وکولای شي، لږترلږه یوه مړۍ ډوډۍ وخوري.