د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د تېرو دوو میاشتو پرمهال د برښنا تولید، لېږد او وېش برخه کې اته میلیارد او ۲۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.
یاد معاونیت نن چهارشنبه، غبرګولي ۱۴مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې دغه پانګونه د تجدید وړ انرژي او د برښنا زېربناوو د پیاوړتیا لپاره لګول شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپانه کې زیاته شوې چې بلخ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید، هرات کې پنځه مېګاواټه لمریزې برښنا تولید، لغمان کې د لس مېګاواټه لمریزې برښنا تولید، هرات کې د ۴۳.۲ مېګاواټه بادي برښنا، ننګرهار کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید ترڅنګ، د کندهار د ختیځ برښنا سبسټېشن جوړول، د زابل کلات کې د برښنا سبسټېشن جوړول او د کجکي بند څخه کندهار ته د ۱۱۰ کیلوواټه برښنا د مزي غځول شامل دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په وینا، د دې پروژو د برښنا تولید ټول ظرفیت ۱۳۸.۴۵ مېګاواټه برښنا ته رسېږي او په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۰۰زره کورنۍ او سلګونه صنعتي کارخونې له برښنا څخه ګټه پورته کړي.