Asset 1SWN

سلام وطندار

د تېرو درې‌نیمو کلونو پرمهال افغانستان کې د ۸۰زره روږدو درملنه شوې

روږدو مرکز

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د عامې روغتیا وزارت مسوولانو کابل کې یوې غونډې ته وویل، تېرو شاوخوا درې نیمو کلونو پرمهال هېواد کې پر نشه‌يي توکو د ۸۰زره روږدو درملنه شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رییس وحدت الکوزی وايي، دغه موده کې بېلابېلو ولایتونو کې د روږدو د درملنې ۲۰ مرکزونه جوړ شوي او ۳۰ نورو مرکزونو ته ارتقاع ورکړل شوې.

نوموړي وویل: «تېرو درې نیمو کلونو کې موږ په مختلفو ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې ۲۰ ځانګړي مرکزونه جوړ کړي او ۳۰ نور مرکزونو ته مو ارتقا ورکړې او یوازې په یوه مرحله کې، د ۴ ناروغانو درملنه کېږي چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده. په تېرو درې نیمو کلونو کې موږ د ۸۰،۰۰۰ روږدو کسانو درملنه کړې ده.»

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي د افغانستان د روغتیا برخې سره د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ټینګار کوي او وايي، د درملنې مرکزونو کې د درملو کمښت لامل شوی چې یوشمېر روږدي خپل ژوند له لاسه ورکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل: «موږ له بهرنیو همکارانو څخه غوښتنه کوو چې خپلې مرستې زیاتې کړي او دا کافي نه‌دي او موږ لیدلي چې یوشمیر روږدي کسانو د درملو د نشتوالي له امله د درملنې په مرکزونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او موږ په هغو ځایونو کې د دوی د زیاتې پاملرنې غوښتنه کوو چیرې چې تلفات لوړ وي.»

د روغتیا نړیوال سازمان استازي عبدالقدوس سعادت چې دغه غونډه کې یې حضور درلود وايي، افغانستان کې یو میلیون کسان د مخدره توکو کارولو په دلیل، رواني اختلالاتو سره مخ شوي دي.

هغه وویل: «د روغتیا نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې، په سیمه کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې په میلیونونو خلک د مخدره توکو د کارولو له امله په رواني ناروغیو اخته شوي چې ډېری یې ځوانان، راستنیدونکي او په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوونکي دي.»

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د جون ۲۶مه له مخدره توکو سره د مبارزې نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام