د پېرو په ځنګلونو کې د اورلګېدنو له امله یږې او نور وحشي ژوي ښارونو ته راښکته شوي چې ځینې یې، د خلکو له لوري وېشتل شوي دي.
ځنګلونو کې د اورلګېدنې له کبله ډېری مرغان، ماران او نور ژوي سوځېدلي او هغه چې ژوندي پاتې دي، ښارونو ته ښکته شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ځنګلساتنې اړوند بنسټونو د اورلګېدنو له امله د وحشي ژویو د ژوند په اړه اندېښنه ښودلې او په لویه کچه یې، د مرستې غږ کړی دی.
پېرو کې د اېسبيسي په نوم د عینکي یږې د خوندیتوب او ساتنې بنسټ مسوولان وايي، دوی له اورلګېدنې سره د مبارزې لپاره څه نهلري. عینکي یږې نړۍ د کمیابو یږو په ډله کې راځي.
د نړیوال ځنګلياور د معلوماتو سېسټم (GWIS) چې د سپوږمکۍ په مرسته ځنګلياورنه څاري، پېرو کې د روان کال پرمهال د شاوخوا ۱۰۴۰۰ ځنګلياور رامنځته کېدو خبر ورکړی چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د ریکارډ کچه اور یاد شوی دی.
د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې سږکال ځنګلياور سوېلي امریکا کې د ریکارډ په کچه رامنځته شوی او بولویا، برازیل، ارجنټاین او پاراګوای تر نورو ډېر اغېزمن شوي دي.