د دروز ټولنې مشر شیخ یوسف جربو د اسراییلو له لوري د سوریې پر پلازمېنې دمشق بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د دغه «هېواد پر حکومت برید، پر دروز ټولنې برید دی.»
اسراییلو بیا اعلان کړی چې دغه بریدونه یې، سوریه کې د دروز وګړو څخه د ساتنې او د خپلو پولو نږدې ته د سوریې حکومتي ځواکونو د مخکې تګ د مخنیوي لپاره کړې دي.
د دروز ټولنې مشر شیخ یوسف جربو د الجزیرې عربي څانګې ته ویلي: «د سوریې پر حکومت هر ډول برید، پر دروز ټولنې برید دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د یادونو بریدونو په لړ کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون چهارشنبه، جولای ۱۶مه ویلي چې د اسراییلو په ګډون ټولو اړخونو پر اوربند هوکړه کړې ده.
د نوموړي په وینا، په دې هوکړه کې د سوریې لوېدیځ سویدا ښار چې اکثریت دروز ټولنې وګړي پهکې مېشت، له پراخ ملاتړ برخمن دي.
د راپورونو له مخې پر سوریې د اسراییلو هوايي او ډرون بریدونو کې شاوخوا ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.